د بلخ اوسېدونکو د تېرو کلونو په څېر، سږ کال هم د نوي لمریز کال نمانځلو ته چمتووالی نیولی دى. دوی وایي، تمه لري چې اسلامي امارت ورته د نوي کال د نمانځنې مراسمو، د جنډې پورته کولو او د ګل‌سرخ مېلې اجازه ورکړي.

د ګل‌سرخ مېله او د نوروز لمانځل د افغانستان د اوسېدونکو په تېره بيا د بلخ ولايت د اوسېدونکو له لرغونو دودونو څخه دي. نوروز چې زرګونه کاله تاریخي قدامت لري، د پسرلي پیل او د افغانستان د تېرو نسلونو له میراثونو څخه دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوروز په هره تاریخي دوره کې د شرایطو او وخت په تناسب په بېلا بېلو ډولونو نمانځل شوی چې تر ډېره بلخ، کابل، هرات، بدخشان، بامیان او کندهار ولایتونو کې په ځانګړو مراسمو سره نمانځل کېږي.

د بلخ اوسېدونکو د تېرو کلونو په څېر سږ کال هم د اسلامي امارت تر بیرغ لاندې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه رابلل شویو مېلمنو د تود هرکلي لپاره لازم چمتووالی نیولی او له اسلامي امارت څخه غواړي چې دوی دې د تېرو حکومتونو په څېر نوروز له خلکو سره ولمانځي.

احمد چې د مزارشریف اوسېدونکی دی وایي، خلک د تېرو کلونو په څېر نوي کال ته چمتوالی نیولی او د اسلامي امارت سیمه‌ییز مسوولان هم د ښار پر پاکولو او ښکولولو کار پیل کړی دی. هغه له اسلامي امارت څخه غواړي چې دغه ورځ دې د خلکو ترڅنګ ولمانځي او د جنډه پورته کولو په مراسمو کې هم ګډون وکړي.

د مزارشریف بل اوسیدونکي زمري وویل، « د هر کال په څېر، موږ د نوي کال لپاره ښه چمتوالی لرو او له اسلامي حکومت څخه هم غواړو چې د هېوادوالو د امنیت د تامین لپاره په ګډه کار وکړي،»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د مزارشریف ښاروال قدرت‌الله طارق وايي، هغوی ټولو ادارو سره په ګډه د ښار پاکولو کې ونډه اخلي او دغه ښار له ټول هېواد څخه د مېلمنو ورتګ ته چمتو کوي. خو د هغه په وینا، د جنډې پورته کولو مراسمو په اړه د لوړپوړو چارواکو لارښوونې ته په تمه دي.

د نوروز جشن او د جنډې پورته کولو مراسم هر کال په مزارشریف ښار کې ترسره کېږي خو سږ کال د اسلامي امارت چارواکو تراوسه د دغو مراسمو په اړه پرېکړه نه ده کړې.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام