د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو شورا د افغانستان په اړه د خپلې اوولسمې فوق‌العاده ناستې د جوړېدو په درشل کې ویلي چې افغانستان د دغه سازمان د غړو هېوادونو بشپړ ملاتړ او یووالي ته اړتیا لري.

دغه سازمان له خپلو غړو او نورو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان له خلکو د ملاتړ لپاره دې خپلې مالي سرچینې او د بېړنیو بشري مرستو د رسولو په برخه کې خپل پروګرامونه بسیج کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په بشردوستانه چارو کې د اسلامي همکاریو سازمان رییس طارق‌علي بخیت ټينګار کړی چې له کلونو کلونو جګړې، درد او ناامنۍ وروسته د افغانستان اوسېدونکي سولې او ارامښت ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړې چې نړیوالې ټولنې ته په‌کار ده چې بېړني اقدامات وکړي او د دې ډاډ ترلاسه کړي چې د افغانستان وګړي حیاتي مرستو ته لاسرسی لري او له دوی څخه بشردوستانه ملاتړ زیات شوی دی.

په بشردوستانه چارو کې د اسلامي همکاریو سازمان د رییس په وینا، کابل کې د دغه سازمان د بشردوستانه مرستو دفتر له نړیوالو بنسټونو سره په همغږۍ کې میلیونونو اړمنو کسانو ته د مرستو رسولو په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړی او په افغانستان کې د انساني ناورین د له منځه وړلو لپاره د یاد سازمان او د متحدانو په همکارۍ یې د اړینو اقداماتو د اخیستو لپاره پر لارو چارو بوخت دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه نن د پاکستان په پلازمېنې اسلام‌اباد کې جوړېږي. په دغه ناسته کې د یاد سازمان د غړو هېوادونو د استازیو سربېره، د امریکا، روسیې، چین او د اروپايي ټولنې استازي هم وربلل شوي دي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي تېره ورځ په دغه ناسته کې د ګډون په موخه د یوه پلاوي په مشري پاکستان ته تللی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام