د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه‌‌محمود قریشي پرون وویل چې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان غونډه د سعودي عربستان په بلنه د پاکستان په کوربه‌توب جوړېږي. قریشي ویلي چې ټاکل شوې دغه غونډه په افغانستان کې د خراب بشري وضعیت او اقتصادي ناورین څخه د مخنیوي لپاره جوړه شي.

خو د پاکستان په کوربه‌توب د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته یو‌شمېر شنونکي بیا د شک په سترګه ګوري او وايي چې دغه غونډه به د افغانستان لپاره مثبتې پایلې ونه لري او هیله‌ بښوونکې نه ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د چارو شنونکی محب‌الله شریف وایي، پاکستان او سعودي عربستان غواړي دغه مسله د سیالۍ له پلوه پرمخ بوځي، نو ځکه د سعودي په غوښتنه د پاکستان په کوربه‌توب دا غونډه جوړېږي.

نوموړی زیاتوي، که د پاکستان پر ځای د اسلامي همکاریو سازمان غونډه په هر بل بې‌ پرې هېواد کې جوړه شي، د پاکستان په پرتله به یې پایلې مثبتې وي، ځکه د هغه په وینا، پاکستان دې ته ورته په نورو نړیوالو غونډو کې هم د افغانستان لپاره وړانديزونه کړي چې د چا له لوري نه دي منل شوي.

په ورته مهال د چارو یو بل څارونکی نورشاه نوراني هم په دې باور دی چې پاکستان په مستقیمه توګه د افغانستان په چارو کې ښکېل دی او ښه به وای چې د اسلامي همکاریو سازمان غونډه په خپله سعودي او یا هم یوه بل هېواد کې جوړه شوې واي، څو پایلو ته یې هیله‌مندي زیاته او اغېزمنتیا به یې ډېره وای.

اسلامي امارت د اسلامي همکاریو سازمان له جوړېدونکې غونډې هرکلی کړی، خو دا لا معلومه نه ده چې آیا یادې غونېې ته به د اسلامي امارت کوم چارواکی ور وبلل شي او که نه.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

راپورونه کاږي چې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان غونډه به د روانې  ډیسمبر میاشتې په ۱۹ نېټه په پاکستان کې جوړه شي او په دې غونډه کې د اسلامي هېوادونو د استازیو ترڅنګ د ملګرو ملتونو، امریکا، اروپایي هېوادونو او نړیوال بانک استازیو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام