د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالې ټولنې غوښتنه د ټول‌شموله حکومت لپاره یوه پلمه بللې ده. دبهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د اوسلو ناستې وروسته ویلي چې نړیواله ټولنه د ټولشموله حکومت تعریف نه لري او نه یې بېلګه شته او د نړیوالې ټولنې دا غوښتنه یوه بهانه ده.

 د متقي په وینا، اوسني حکومت کې د ټولو قومونو استازي ځاي لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک‌ وڅارئ

بلخوا، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسون په خپل ټویټر کې د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د ټول‌شموله حکومت تعریف د نړیوالې ټولنې مسوولیت نه دی.

نیکلاسون زیاته کړې، دا د افغانانو دنده ده چې د یوې رڼې پروسې له لارې ټول‌شموله حکومت جوړ کړي.

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د اوسلو له غونډې وروسته د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي دا غونډه د افغانستان لپاره مهمه او له لاسته راوړنو ډکه بللې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام