د تاجکستان ولسمشر امام‌علي رحمان چې د شانګهای د غړو هېوادونو سازمان په غونډه کې یې ګډون کړی وايي، هېواد یې په افغانستان کې د ټول‌شموله حکومت جوړېدل غواړي او که د خلکو له عمومي افکارو پرته حکومت جوړ شي، بدې پایلې به ولري.

رحمان له نړیوالې ټولنې، په ځانګړې توګه ملګرو ملتونو څخه وغوښتل چې افغانانو، په تېره پنجشېر ته چې نږدې دوه میاشتې کلابند دی، بیړنۍ مرستې ورسوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک‌ وڅارئ

هغه ټینګار کوي چې ځان‌غوښتنه، ترهګري او پلان شوي جنایتونه د سیمې، په ځانګړې توګه د شانګهای د غړو هېوادونو لپاره اصلي ګواښونه دي.

د شانګهای همکاریو سازمان په سږنۍ غونډه کې له ۱۵ د ډېرو هېوادونو مشرانو ګډون کړی و، خو افغانستان سږ کال د دغه سازمان په ناسته کې نه و.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام