په افغانستان کې کورونا ویروس د ښارونو ترڅنګ، لرې پرتو سیمو ته هم خپور شوی، خو داسې وګړي شته چې لا هم د دغه ویروس په اړه معلومات نه لري.

شېرګل او خان‌اغا د فاریاب هغه دوه کوچیان دي چې د افغانستان او ترکمستان ګډې پولې ته نږدې‎ ژوند کوي.

دوی سلام‌وطندار ته ویلي چې د کورونا ویروس په اړه پوهاوی نه لري.

د دوی په وینا، که د دوی په سیمه کې څوک پر کورونا ویروس اخته شي، د درملنې لپاره هېڅ ډاکټر نشته چې ورته مراجعه وکړي.

دغه کوچیان وايي چې تر اوسه ورته چا د کورونا په اړه پوهاوی نه دی ورکړی او یوازې یو ځل یې په راډیو کې اورېدلي چې دغه ویروس ګډ شوی او د نړۍ ټول وګړي پرې اخته شوي دي.

د فاریاب د کوچیانو شورا مشر محمدګل نورخېل د کوچیانو د څرګندونو د تایید ترڅنګ وایي، په فاریاب کې ۸۰ سلنه کوچیان د کورونا ویروس په اړه پوهاوی نه لري او تر دې دمه یوې ادارې هم کوچیانو ته د کورونا ویروس په اړه پوهاوی نه دی ورکړی.

د فاریاب د کوچیانو چارو امر ذبېح‌الله سلام‌وطندار ته ویلي، د کوویډ۱۹ ویروس په برخه کې د فاریاب کوچیانو ته په سمه توګه پام نه دی شوی.

د هغه په وینا، تر دې دمه په دغه ولایت کې ۴۰ کوچیان پر کوویډ۱۹ ویروس اخته شوي او اوس په خپلو کورونو کې بستر دي.

نوموړی زیاتوي، پر کورونا اخته کسانو ته یې لارښوونه کړې چې په خپلو کورونو کې ځانونه کورنټین کړي.

د فاریاب د کوچیانو امر وايي، د ۳۰ تر ۴۰ زرو کورونیو له ډلې یوازې ۸۰۰ هغو ته د یوه دفتر له لوري عامه پوهاوی ورکړل شوی او پاتې نورې د دغه ویروس د څرنګوالي، د هغه د مخنیوي لارو چارو او د ځان او کورنۍ ساتنې په اړه پوهاوی نه لري.

د فاریاب د عامې روغتیا رییس نعیم مصمم له سلام‌وطندار سره په خبرو کې ویلي، هره اوونۍ یې یوه ګرځنده ډله د کوچیانو سیمو ته ورځي او هغوی ته نه یوازې د کورونا ویروس په اړه عامه پوهاوی ورکوي، بلکې درمل او روغتیايي کڅوړې هم پرې وېشي.

د فاریاب د کوچیانو چارو امریت مسوولان خبرداری ورکوي، که د کورونا ویروس په دویمه څپه کې کوچیانو ته پاملرنه ونه شي، له ډېرو ستونزو سره به مخامخ او ناورین به رامنځته شي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام