د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۱ کسان چې پر کورونا اخته وو، مړه شوي دي.

دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې ویلي چې په یوه شپه او ورځ کې د ۲ زره او ۵۷ شکمنو کسانو نمونې کتل شوي چې له ډلې یې په ۲۳ ولایتونو کې د ۲۷۱ هغو پایلې مثبتې ختلې دي.

د روغتیا وزارت وايي چې په همدې موده کې ۱۳۶ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته ښه شي دي.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې ۵۱ زره او ۳۶۰ کسان پر دغه ویروس اخته شوي چې ۲ زره او ۱۲۶ یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دغه راز، ۳۹ زره او ۹۲۰ کسان بیا بېرته رغېدلي دي.

د یادو شمېرو پر بنسټ، تر اوسه په ټول هېواد کې ۱۸۶ زره او ۲۹۲ کسان چې د کورونا شک پرې کېده، کتل شوي دي.

په نړۍ کې تر اوسه له ۸۸ میلیونه او ۴۵۹ زرو نه ډېر کسان پر کورونا اخته شوي دي. په دې ډله کې له یو میلیون او ۷۲۶ زرو نه ډېر یې مړه شوي او له ۵۵ میلیونه او ۲۱۸ زرو نه ډېر یې بېرته ښه شوي دي.

امریکا، هندوستان، برازیل، روسیه او فرانسه هغه هېوادونه دي چې تر اوسه په‌کې د کورونا تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. امریکا بیا د نړۍ په کچه هغه هېواد دی چې کورونا ترې ډېر قرباني اخیستې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام