وکیلان: «پروموټ» پروژه دې وڅېړل شي

د ولسي جرګې یو‌شمېر غړیو د دې جرګې د نن ورځې په عمومي غونډه کې د پروموټ پروژې د څېړلو غوښتنه وکړه.
د ولسي جرګې غړي وايي، ژرترژره دې د دې پروژې د څېړلو په موخه یو ځانګړی کمېسیون جوړ شي، څو په یاده پروژه کې شوی فساد ټولو ته څرګند شي.

کورونا په ۲۴ ساعتونو کې ۲۱ کسان مړه کړي او ۲۷۱ پرې اخته شوي

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۱ کسان چې پر کورونا اخته وو، مړه شوي دي. دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې ویلي چې په یوه شپه او ورځ کې د ۲ زره او ۵۷ شکمنو کسانو نمونې کتل شوي چې له ډلې یې په ۲۳ ولایتونو کې د ۲۷۱ هغو پایلې مثبتې ختلې دي.

د ولسمشر هوايي ژمنې؛ د بامیان‌-‌بغلان سړک سل میلیونه ډالره پر کورونا لګول شوي

د بامیان‌ـ‌بغلان لویه ‌لاره چې د سالنګ لویې ‌لارې د بدیلې په توګه هم یادېږي، د جوړولو چارې یې د ملي یووالي حکومت پر مهال په ۲۰۱۸ کال کې د ولسمشر غني د دویم مرستیال سرور دانش او یوشمېر نورو حکومتي چارواکو له لوري په رسمي ډول پیل شوې.

یوسف رشید ترور شو

ناپېژنده وسله‌والو نن سهار د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا اجرایوي رییس محمدیوسف رشید په کابل کې وواژه. د محمدیوسف رشید ورور عبدالباقي رشید د هغه وژل کېدل تاییدوي.

د کابل د امنیې قومانداني ویاند فردوس فرامرز وايي، ناپېژنده وسله‌والو نن سهار ۸:۴۵ دقیقې د کابل ښار د اوونې امنیتي حوزې اړوند په «تڼي‌کوټ» سیمه کې پر رشید برید کړی چې له کبله یې یوسف رشید وژل شوی او موټر چلوونکی یې ټپي دی.