د ولسي جرګې یو‌شمېر غړیو د دې جرګې د نن ورځې په عمومي  غونډه کې د پروموټ پروژې د څېړلو غوښتنه وکړه.

د ولسي جرګې غړي وايي، ژرترژره دې د دې پروژې د څېړلو په موخه یو ځانګړی کمېسیون جوړ شي، څو په یاده پروژه کې شوی فساد ټولو ته څرګند شي.

د ولسي جرګې غړی خان‌اغا رضايي وايي، جرګه باید د پروموټ پروژې د څېړلو لپاره یو کمېسیون جوړ او ترڅنګ یې، د ۱۳۹۹ کال لګښتونه او ۹۱ کوډ هم وارزوي.

د ولسي جرګې یوه بل غړي محمدنسیم مدبر پروموټ پروژې ته په اشارې وویل، چېرته چې د فساد قضیه وي، ولسمشر او هغه ته نږدې کسان په‌کې ښکېل دي.

د نوموړي په وینا، ولسمشرۍ ماڼۍ د مالیې وزارت په عایداتي برخو کې هم لاسوهنه کوي او غواړي دوی ته نږدې کسان په‌کې پر دندو وګومارل شي.

خو د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه‌پال د دې د رد ترڅنګ، سلام‌وطندار ته ویلي چې د پروموټ پروژه په افغان حکومت پورې اړه نه لري او د امریکا متحده ایالتونو له لوري تمویلېږي.

د نوموړي په وینا، په حکومت کې ټولې ګومارنې د قانون له مخې کېږي او پر هغو بستونو چې ورته د کسانو د ګومارنو واک یې د ولسمشر دی، ولسمشر او د هغو بستونو چې واک یې د وزیر یا رییس دی، هغوی ورته کسان ګوماري.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا پلټونکې ادارې یا سیګار د ۱۳۹۷ کال په راپور کې ویلي و چې په افغانستان کې د ښځو پیاوړتیا لپاره د امریکا مرستندویه پروژه یا پروموټ ناکامه ده.

د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکي جان ساپکو ویلي، د دې پروژې له پیل نه تراوسه ۸۹ میلیونه ډالره لګول شوي، خو یوازې ۵۵ ښځې توانېدلي چې پر ښو دندو وګومارل شي.

نوموړي له نیویارک ټایمز سره په مرکه کې ویلي، ټاکل شوې وه دغه پروګرام چې ۲۸۰ میلیونه ډالره لګښت پرې راځي، په افغناستان کې له ۷۵ زره ښځو سره د دندو ترلاسه کولو او کار زده‌کړې په برخه کې مرسته وکړي، خو یادې پروژه نه ده توانېدلې چې د امریکا دا غوښتنه عملي کړي.

کلیدواژه‌ها: // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام