د بامیان‌ـ‌بغلان لویه ‌لاره چې د سالنګ لویې ‌لارې د بدیلې په توګه هم یادېږي، د جوړولو چارې یې د ملي یووالي حکومت پر مهال په ۲۰۱۸ کال کې د ولسمشر غني د دویم مرستیال سرور دانش او یوشمېر نورو حکومتي چارواکو له لوري په رسمي ډول پیل شوې.

ولسمشر محمداشرف غني د دې لویې ‌لارې د کار پرانېستې په مراسمو کې ویلي و چې د بامیان‌-‌بغلان او بامیان‌-‌دره صوف لویې لارې مهمې لارې دي چې مرکزي سیمې د طبیعت له بندښته وباسي.

هغه د دغه سړک قراردادي شرکتونو ته هم خبرداری ورکړی و، که د رغولو چارې یې په ټاکل شوې موده کې په معیاري ډول بشپړې او ګټې اخیستو ته ونه ‌سپارل شي، له افغانستان څخه به یې ورک کړي.

سره له دې چې د بامیان‌ـ‌بغلان لویې ‌لارې د کار له پیله درې کلونه تېرېږي، خو د دغه سړک په کار کې هېڅ پرمختګ نه لیدل کېږي.

د ټولګټو چارو وزارت د راپور له مخې، د بامیان‌ـ‌بغلان سړک د جوړولو چارې پر شپږو برخو وېشل شوي چې د لومړۍ برخې د رغولو کار یې له «چنګداو» شرکت سره قرارداد شوی او ۲۴ کیلومټره اوږدوالی لري. راپور ښيي چې د دغه سړک د رغولو چارې باید په ۷۶۰ ورځو کې یانې د ۲۰۱۸ کال د سنبلې میاشتې له ۱۰مه نېټې نه د ۲۰۲۰ کال د د جولای میاشتې تر ۲۹مې پورې د ۲۲ میلیونه او ۷۹۹ زره ډالرو په ارزښت بشپړې او ګټې اخیستو ته سپارل شوې وای.

سره له دې چې د دغه قرارداد وخت پای ته رسېدلی، خو د بامیان‌ـ‌بغلان د سړک لومړۍ برخې کار ۳۴.۴ سلنه مخې ته تللی دی.

په دغه راپور کې لیکل شوي چې د بامیان‌ـ‌بغلان سړک د دویمې برخې رغولو قرارداد چې ۲۱ میلیونه او ۷۲۵ زره ډالره لګښت پرې راځي، له «اینیز» ترکي شرکت سره شوی چې ۲۳.۴ کیلومتره اوږدوالی لري او پر جوړولو به یې ۸۴۰ ورځې لګېږي، یانې د ۲۰۱۹ کال د اکټوبر میاشتې له ۲۷مې نېټې نه به د ۲۰۲۲ کال د فبروري میاشتې تر ۱۳مې نېټې پورې بشپړې شي، خو په دې برخه کې هم څه باندې ۳ سلنه پرمختګ شوی دی.

د بامیان‌-‌بغلان سړک د درېیمې او څلورمې برخې قرارداد چې ۵۹.۲۴ کیلومټره دی، چارې یې اوس په تدارکاتي پړاو کې دي او په دغو دوو برخو کې د ځمکو استملاک چارې هم روانې دي.

د ټولګټو وزارت د راپور پر بنسټ، د بامیان‌ـ‌بغلان سړک د پنځمې برخې د رغولو چارې چې ۱۹.۵۸ کیلومټره اوږدوالی لري او څه باندې ۲۶ میلیون او ۳۵۵ زره ډالره لګښت پرې راځي، قرارداد یې د «لیمک» په نوم ترکي شرکت سره شوی او په ۸۰۰ ورځو کې به جوړېږي، یانې د ۲۰۲۰ کال د جنوري میاشتې له شلمې نېټې نه د ۲۰۲۲ کال د مارچ میاشتې تر ۳۰مې نیټې پورې به دوام مومي.

د یاد سړک د پنځمې برخې د رغولو چارې ۵۰ سلنه پر مخ تللي او د قرارداد له لاسلیکولو راهیسې یې ۲۹ سلنه وخت تېر شوی او کار یې له تېرو ۳ میاشتو راهیسې یې د امنیتي ګواښونو له کبله ځنډول شوی دی.

د بامیان‌ـ‌بغلان سړک د وروستۍ یا د شپږمې برخې کار چې ۲۴.۵۸ کیلومټره اوږدوالی لري، بیا هم د «چنګداو» په نوم شرکت سره شوی او ویل شوي چې په ۱۰۸۰ ورځو کې به یې جوړوي، یانې د ۲۰۱۸ کال د اپرېل میاشتې له دویمې نېټې نه د ۲۰۲۱ کال د مارچ میاشتې له ۱۷مې نېټې پورې به دوام مومي، خو سره له دې چې پر دغه قرارداد ۸۲ سلنه وخت تېر شوی، مګر په کار کې یې ۲۲.۴۴ سلنه پرمختګ شوی دی.

د ټولګټو چارو زارت په راپور کې لیکل شوي چې د بامیان‌ـ‌بغلان لویې ‌لارې د درېیمې او څلورمې برخې د جوړولو سل میلیونه ډالره بودجه له کورونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې لګول شوې ده.

د بامیان ولایت د سړکونو د ساتنې رییس محمدعلي شهرستاني وايي، هغه شرکتونه چې د بامیان‌ـ‌بغلان د لویې ‌لارې جوړولو قراردادونه یې لاسلیک کړي، دې ادارې ته ځواب ویونکي نه‌دي او په وینا یې، پرمختیايي پروژې د سړکونو ساتنې په ریاست پورې اړه نه‌ لري.

د بامیان د ولایتي شورا غړي هم په دې اړه د اندېښنې ښودلو ترڅنګ وايي، سره له دې چې د بامیان‌ـ‌بغلان سړک د پنځمې او شپږمې برخې قرارداد، په دغه ولایت پورې تړاو لري او پای ته رسېدلی، خو په دغو دوو برخو کې شاوخوا ۱۹ سلنه کاري پرمختګ شوی دی.

د بامیان د ولایتي شورا غړی محمدحسن اسدي له حکومتي چارواکو نه د پروژو په پلي کولو کې د چټکتیا او روڼتیا غوښتنه کوي او وايي، دغه ولایت باید له طبیعي زندان څخه ازاد شي.

په ورته وخت کې یوشمېر سوداګر او په بامیان ولایت کې د خصوصي شرکتونو مسوولان وايي، له تېرو درېوو کلونو راهیسې د «چنګداو» په نوم شرکت چې د بامیان‌ـ‌بغلان لویې لارې د شپږمې برخې قرارداد ورسره دی، د دوی شاوخوا ۲.۵ میلیونه ډالره پوروړی دی.

د بامیان د تمدن شرکت مسوول او د معترضو شرکتونو استازی محمدشریف امامي وايي، له یاد شرکت سره یې له درېوو کلونو راهیسې کار کړی او په‌کار ده چې نور خپل پورونه پرې کړي.

ومو غوښتل په رپوټ کې د «چنګداو» شرکت د مسوولانو نظر هم ولرو، خو له پرله‌پسې اړیکو سره سره بریالي نه شو.

د بامیان والي سیدانور رحمتي هم له سلام‌وطندار سره په خبرو کې ویلي چې د بامیان‌ـ‌بغلان لویې لارې د جوړولو چارې ورته د منلو نه دي.

د هغه په وینا، د بامیان محلي ادارې د ټولګټو چارو وزارت په همکاري په دې برخه کې هڅې کړي، خو د سړک جوړولو د چارو ښه‌والي په برخه کې یې هڅې بې‌پایلې وې.

د ټولګټو چارو وزارت د ویاند مرستیال اشرف حق‌شناس د دغه وزارت د راپور په اړه چې سلام‌وطندار ته رسېدلی، څه نه وايي، خو مني چې د بامیان‌ـ‌بغلان لویې ‌لارې د درېیمې او څلورمې برخې د جوړولو سل میلیونه ډالره بودجه د نړیوال بانک په همغږۍ له کورونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې لګول شوې ده.

د هغه په وینا، نړیوال بانک دغه بودجه تر ۲۰۲۱ کال پورې بېرته ورکوي.

د نوموړي په وینا، د دوشي‌-بامیان سړک د جوړولو پروژې په څلورو برخو کې کار روان دی او د دوو نورو برخو د جوړولو چارې یې په تدارکاتي پړاو کې دي.

د ۱۵۲ کیلومټره اوږدوالي او د څه باندې ۱۷۷ میلیونه ډالرو په ارزښت د بامیان‌ـ‌بغلان لویې ‌لارې د جوړولو چارې د ۲۰۱۸ کال په لومړیو کې پیل شوې وې او ټاکل شوې وه چې دغه سړک په ۲۰۲۲ کال کې ګټې اخیستو ته وسپارل شي.

خو د سلام‌وطندار راډیو موندنې ښيي چې د یاد سړک د جوړولو سل میلیونه ډالره بودجه له کورونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې لګول شوې دي.

سره له دې چې د دغه سړک د جوړولو کار له پیله ۳ کاله تېرېږي، خو د لومړۍ برخې په جوړولو کې یې ۳۶.۴ سلنه او دویمه هغې کې يې هم ۳.۲ سلنه پرمختګ شوی. دغه راز، په درېیمه او څلورمه برخه کې یې هېڅ کار نه دی شوی، د پنځمې برخې چارې یې ۵۰ سلنه او د شپږمې برخې په کار کې یې هم ۲۲ سلنه پرمختګ شوی دی.

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام