د عامې روغتیا وزارت نن اعلان کړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې درې کسان د کورونا ناروغۍ له امله مړه شوي او ۶۲۹ نور پرې اخته شوي دي. د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د کورونا له ټېست یا معایناتو وروسته ترلاسه شوي معلومات ښیي چې په دغو ولایتونو کې د کورونا ۱۷۰۲ شکمنې پېښې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر وايي، د کورونا ډېری مثبتې پېښې په کابل او ننګرهار ولایتونو کې دي. د هغه په وینا، په دې موده کې ۳۱ کورونایي ناروغان ښه شوي هم دي. په هېواد کې د کورونا نارسمي شمېرې تر دې هم لوړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د عامې روغتيا وزارت وياند د وسايلو کمښت او روغتيايي مشورو ته د خلکو نه پاملرنه د دغه وزارت اساسي ستونزې بولي.

څو ورځې مخکې د عامې روغتیا وزارت چارواکو ویلي و چې په هېواد کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر مخ په ډېرېدو دی. بل‌خوا ډاکټران وايي چې افغانستان د کورونا له څلورمې څپې سره مخ دی.

څه موده مخکې د عامې روغتیا وزارت ویاند ویلي و چې دغه وزارت د روغتیا له نړیوال سازمان څخه د مرستې غوښتنه کړې او دغه سازمان ژمنه کړې چې د روانې (جنوري) میاشتې تر پایه به افغانستان ته د کورونا ویروس د نوې بڼې یا اومېکرون تشخیصيه کېټونه ورکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر څو ورځې وړاندې د اومېکرون تشخیصیه کېټونو په اړه سلام وطندار ته وویل، سره له دې چې د روغتیا نړیوال سازمان ژمنه کړې وه، خو تراوسه ياد کېټونه دغه وزارت ته نه دي ورکړل شوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام