د ښځو چارو وزارت مسوولانو نن په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، د تېر کال په پرتله په روان کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي جدي قضیې ډېرې شوې دي.

د دغه وزارت مرستیالې سپوږمۍ وردګ وویل، د ښځو ځورونې او تاوتریخوالي جدي قضیې د تېر کال په پرتله ډېرې شوې دي.

د هغې په خبره، تېر کال د جنسي تېري ۵۱ پېښې ثبت شوې وې، خو سږ کال دا شمېر ۵۹ ته لوړ شوی دی.

د ښځو چارو وزارت مرستیاله په داسې حال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي جدي قضیو د زیاتېدو خبر ورکوي چې نن د نومبر ۲۵مه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو نړیواله ورځ ده.

ناټو هم د دغې ورځې په مناسبت پر خپلې ټوېټرپاڼې لیکلي چې د افغان وګړو د امنیت ساتلو، په ځانګړې توګه د ښځو د خوندیتوب لپاره د افغانستان ترڅنګ ولاړ دي.

د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونټیکورو هم پر خپل ټویټر لیکلي، سره له دې چې افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې ښځه‌توب په‌کې سخت دی، خو یوشمېر پیاوړې ښځې یې هم په‌کې لیدلې دي.

د نوموړي په وینا، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو په ورځ د افغان ښځو ترڅنګ ولاړ دی او غواړي د ښځو ځورولو او له سزا نه د خوندي پاتې کېدو فرهنګ ته د پای ټکی کېښودل شي.

ملګرو ملتونو هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کورونا ویروس خپرېدو پر مهال له ښځو سره د تاوتریخوالي پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې او وايي، د کورونا ویروس خپرېدل له ښځو او نجونو سره د تاوتریخوالي پېښو د ډېرېدو یو لامل دی.

بله‌خوا په سرحدونو او قبایلو چارو وزارت کې هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو په نوم پروګرام جوړ شوی و.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محب‌الله صمیم وویل، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲ زره او ۵۸۲ پېښې ثبت شوي او په وینا یې، که د ښځو لپاره شرایط ښه نه شي، دا شمېره به د کال تر پایه دوه برابره لوړه شي.

هر کال د نومبر له ۲۵مې د ډسمبر تر ۱۰مې پورې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو نړیوال ۱۶ ورځنی کمپاین پیلېږي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام