کورونا په څلېرويشت ساعتونو کې درې کسان مړه کړي او ۶۲۹ پرې اخته شوي

د عامې روغتیا وزارت نن اعلان کړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې درې کسان د کورونا ناروغۍ له امله مړه شوي او ۶۲۹ نور پرې اخته شوي دي. د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د کورونا له ټېست یا معایناتو وروسته ترلاسه شوي معلومات ښیي چې په دغو ولایتونو کې د کورونا ۱۷۰۲ شکمنې پېښې ثبت شوې دي.

د اروپايي پارلمان دوه ورځنۍ غونډه؛ د افغان ښځو پر وضعیت خبرې کېږي

اروپایي ټولنې پارلمان د افغان ښځو او نجونو د ستونزو په اړه د بحث لپاره نن دوه ورځنۍ غونډه پیل کړه. د اروپايي پارلمان خبرپاڼه کې راغلي، دغه غونډه کې چې سبا هم دوام لري، یوشمېر افغان ښځې، د ملګروملتونو او ځینو نړیوالو سازمانونو استازي ګډون لري او د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د افغان ښځو او نجونو وضعیت او ستونزو په اړه خبرې کېږي.

بامیان؛ د اسلامي امارت ځواکونو په خپل‌منځي نښته کې د امنیه قومندان ورور وژل شوی

د بامیان په پنجاب ولسوالي کې یوه امنیتي سرچینه سلام‌وطندار ته وايي چې د یاد ولایت د استخباراتو او د دې ولسوالي د امنیې قومنداني د ځواکونو ترمنځ په نښته کې د پنجاب ولسوالي د امنیه قومندان ورور وژل شوی دی. د بامیانو د امنیه قومنداني ویاند محمدخواني رسا وايي چې دغه پېښه په تېروتنه رامنځته شوې ده.

 کابلوف: د روانې میاشتې تر پایه به کابل کې ترویکا ناسته جوړه شي

د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، د ترویکا ناستې د جوړېدو په اړه پر همغږۍ بوخت دي او یاده ناسته به د فبرورۍ میاشتې تر پایه کابل کې جوړه شي. نوموړي ټينګار کړی چې یاده ناسته به د سولې بین‌الافغاني خبرو بشپړولو او افغانستان کې له جګړې وروسته په بیارغونه کې د نړیوالې ‎ټولنې پر ګډون متمرکزه وي.

د بیان ازادي کور اسلامي امارت ته: د اریانا نیوز خبریالان ژر خوشې کړئ

د بیان د ازادي کور په یوه اعلامیه کې د اریانا نیوز د هغو دوو خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې چې د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا نیول شوي دي. د دغو دوو خبريالانو د نيولو انګيزه لا نه ده څرګنده. اسلامي امارت هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.