د اسلامي امارت کابینې پرېکړه کړې چې مالیاتي او غیرمالیاتي عواید باید یواځې د بانک له لارې راټول شي او دولتي ادارې د خپلو عوایدو د مصرف اجازه نه لري.

دا پرېکړه پرون د اسلامي امارت د کابینې په ۲۱مه غونډه کې د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ نیول شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه راز، غونډې د جلال اباد – پېښور او کندهار – کوټې پر لارو د مسافر وړونکو بسونو د تګ راتګ طرحه هم تصویب او اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې چې د دې پروسې پاتې پړاوونه بشپړ کړي.

د اسلامي امارت کابینې همدا راز د اسلامي امارت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ته دنده وسپارله چې د تېر حکومت معلولو نظامیانو، فلجو اشخاصو او یتیمانو سره د مرستې په موخه یو پلان جوړ کړي.

د اسلامي امارت د کرنې او مالدارۍ وزارت په مشرۍ یو پلاوی هم ټاکل شوی څو د کرنې په برخه کې بهرنیو پانګوالو لپاره ځمکه مشخص او خپلې څیړنې کابینې ته وړاندې کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې مخکې د اسلامي امارت د رییس‌الوزرا دویم مرستیال په کابل کې د مالیې راټولولو اوونۍ څخه د نمانځنې غونډه کې په رڼه توګه د مالیې پر راټولو ټينګار وکړ او ډاډ یې ورکړ  چې د مالیاتو یوه افغانۍ به بې‌ځایه نه لګول کېږي. هغه زیاته کړې وه چې دغه عواید باید په سیستماټیک ډول راټول او د هېواد د اقتصادي ودې او د اړتیاوو پوره کولو په برخه کې ولګوول شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام