د مالیې وزارت ویاند احمدولي حقمل سلام‌وطندار ته وویل، هغه سوداګر چې په افغانستان او پاکستان کې پر سوداګرۍ بوخت دي، په دواړو هېوادونو کې د مالیې په برخه کې له ستونزو سره مخ دي او د سوداګرو د کار د اسانتیا او د بې‌ځایه مالیتو د مخنیوي په موخه یو پلاوی پاکستان ته تللی دی.

حقمل زیاتوي،د دواړو هېوادونو سوداګر باید په یوه هېواد کې مالیه ورکړي او د دوه ګوني مالیې له ورکړې باید ډډه وشي. د هغه په ​​وينا، نن له پاکستان سره د افغان پلاوي د خبرو دريمه ورځ ده او تمه لري چې دغه خبرې به ګټورې پايلې ولري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د مالیې وزارت ویاند وايي، په لومړي سر کې د هند، ایران، ترکیې او متحده عربي اماراتو له هېوادونو سره خبرې شوې دي، خو دا خبرې لا پای ته نه دي رسېدلي.

په همدې حال کې د افغانستان د صنایعو او کانونو د خونې مشر شیرباز کمین‌زاده وايي، د پاکستان حکومت له یو شمېر هېوادونو سره تړونونه لري چې له مخې یې له سوداګرو دوه چنده مالیه اخلي.

د هغه په ​​وينا، که په افغانستان کې د پاکستاني سوداګرو شمېر ډېر وي، له دوه ځلي مالیې ورکولو څخه مخنیوی د افغانستان په ګټه ده او که چېرې د افغانستان سوداګر په پاکستان کې ډېر وي، دا د افغانستان په زیان دی.

په همدې حال کې د اقتصادي چارو کارپوه سیف‌الدین سیحون وايي که د توکو د راکړې ورکړې محصول یو ځل ورکړل شي، د دواړو هېوادونو په ګټه دی، ځکه دا نه یوازې سوداګرو ته ګټه رسوي، خلک هم د توکو لپاره لږ پیسې ورکوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ویل کېږي چې له کلونو راهیسې د افغانستان او پاکستان په ګډون د یو شمېر هېوادونو تر منځ پر سوداګرو دوه ګونې مالیه موجوده ده. که څه هم تېر حکومت له پاکستان سره د دوه ګوني مالیاتو د مخنیوي په اړه خبرې کړې وې، خو دغو خبرو کومه پایله ورنکړه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام