د مالیې وزارت ویاند احمدولي حقمل سلاموطندار ته وویل، هغه سوداګر چې هم افغانستان او هم پاکستان کې فعالیت لري، دواړو هېوادونو کې د مالیې اخیستو له ستونزو سره مخ دي.
هغه ویلي چې له دواړو هېوادونو څخه سوداګر باید یوه هېواد کې مالیه ورکړي او د دوه ځلې، مالیې ورکولو مخه باید ونیول شي. د مالیې وزارت ویاند وايي، سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو او د مضاعف یا دوه ځلې مالیې تحویلولو د مخنیوي لپاره یې پاکستان ته یو پلاوی استولی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي په دې اړه سلاموطندار ته وویل: «زمونږ هیت تللی، انشاالله نن یې د خبرو درېیمه ورځ ده، کېدی شي، له ښو پایلو سره راوګرځي. اساسي موضوع زمونږ تجارانو ته سهولت برابرول دي. په دې هکله له هند، ایران، ترکیې او عربي متحده اماراتو سره مخکې خبرې شوي، خو وروستۍ شوې نه دي، نو چی پاکستان سره نهایي شي، له هغو هېوادونو سره به یې هم نهايي کړو.»
په همدې حال کې د کانونو او صنایعو خونې مشر شېرباز کمینزاده وایي، د پاکستان حکومت له یوشمېر هېوادونو سره د مضاعف یا ډبل مالیې ورکولو تړونونه لري، خو که ډېر پاکستاني سوداګر افغانستان کې وي، د مضاعف مالیې مخنیوی د افغانستان په ګټه دی او که ډېر افغان سوداګر پاکستان کې وي، نو د افغانانو په زیان دی.
د اقتصادي چارو کارپوه سیفالدین سیحون هم دا کار د دواړو هېوادونو په ګټه بولي او وایي، که د توکو محصول یو ځل ورکړل شي، نو ګټه یې نه یوازې سوداګرو، بلکې عام ولس ته چې له توکو استفاده کوي هم رسېږي.
هغه وویل، دا محصول باید خپل هېواد کې ورکړل شي، څو یې د عوایدو کچه لوړه شي.
د یادونې وړ ده چې پاکستان او ځینو نورو هېوادونو سره د مضاعف یا ډبل مالیې ورکړه له ډېرو کلونو راهیسې شته او سره له دې چې تېر حکومت څو کاله وړاندې هم پاکستان سره په دې اړه خبرې کړي، څو د دوه ځلې مالیې ورکولو مخه ونیول شي، خو کومه پایله یې ور نهکړه.