کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف نن غرمه کابل ته راغلی دی.

منصور احمدخان پر خپل ټویټرپاڼه لیکل، د پاکستان د ملي امنیت سلاکار د یوه پلاوي په مشري له اسلام‌اباد څخه کابل ته راغلی او د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره یې لیدلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خان ویلي چې د اړیکو پراختیا او اقتصادي همکاریو پیاوړتیا په موخه به د اسلامي امارت له چارواکو سره د معید یوسف لیده کاته روان وي.

کابل ته د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار رسمي سفر په داسې مهال کېږي چې د اسلامي امارت ویاندویانو په دې اړه رسنیو ته معلومات نه‌وو ورکړي او نه هم پاکستاني رسنیو په دې اړه څه خپاره کړي دي.

 له دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې د دغه هېواد د ملي امنیت سلاکار به د مرغومې میاشتې په ۲۸ نېټه په یوه دوه ورځني سفر کابل ته لاړ ش، خو د نامعلومو لاملو له امله دغه سفر وځنډېد.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغه وخت یو‌شمېر رسنیو رپوټ ورکړ چې کابل ته د معید یوسف د سفر د ځنډېدو لامل کابل هوايي ډګر ته څېرمه د یو‌شمېر افغانانو لاریون په ګوته کړی وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام