Asset 1SWN

عمران خان: افغانستان سره سولې ته د رسېدو په لاره او اوربند برخه کې مرسته کوو

Imran-Khan-and-Ghani-oyn6tpzohja0tgllxl6dpbkdvq6ri5hvnst2ouqyz8

 

د پاکستان لومړی وزير عمران خان نن «پنجشنبه د لړم ۲۹مه» کابل ته راغی. نوموړي نن له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په ګډه ناسته کې وويل، کابل ته راغلی تر څو ډاډ ورکړي چې دولت يې افغانستان سره د سولې او اوربند برخه کې مرسته کوي.

د پاکستان لومړي وزير په خپلو  خبرو کې وويل، د دواړو لوريو نيمايي نفوس له ترهګرۍ سره په جګړو کې زيانمن شوی.

عمران خان وويل، کابل ته يې د سفر  موخه د باور جوړول او د دوه اړخيزو اړيکو پياوړي کول دي.

نوموړي وويل، افغانانو تېرو ۴۰ کلونو کې جګړو کې قرباني ورکړې او دولت يې او عام پاکستانيان د افغانانو اندېښنې درک کوي.

د پاکستان لومړي وزير ډاډ ورکړ چې پاکستان په رښتينې توګه د سولې پروسه کې مرسته کوي.

ولسمشر محمد اشرف غني هم وويل چې د تاوتريخوالي ډېرېدل د منلو نه دي.

عمران خان د ولسمشر غني په رسمي بلنه کابل ته راغلی دی.  له دې وړاندې ارګ ويلي وو چې دواړه لوري به د افغان سولې پروسې، سوداګرۍ، اقتصادي پراختیا او دوه اړخیزه اړیکو او سیمه ییزو مسایلو په اړه خبرې وکړي.

عمران خان په داسې حال کې کابل ته راغلی چې دوحه کې سرچينو رسنيو ته ويلي، د افغان دولت او طالبانو د مذاکراتي پلاويو ترمنځ پر اختلافي مواردو هوکړه شوې ده.

سرچينو نن سهار وويل چې دا هوکړه کلي ده او تر اوسه پورې پر جزيي مواردو هوکړه نه ده شوې.

شاوخوا درې مياشتې وړاندې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پيل شوې. د دواړو لوريو پلاويو تر نن پورې د رسمي غونډو پر کړنلارې هوکړې ته نه وو رسېدلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام