یو شمېر پاکستاني او افغان شنونکي وايي، کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان سفر به د پام وړ پایلې ونه لري او دا سفر به هم د نورو پاکستاني چارواکيو د سفرونو په څېر وي.

په داسې حال کې چې دوحه کې د افغان سولې له خبرو شاوخوا دوه میاشتې تېرېږي او تراوسه مشخصه پایله نه لري، د امریکا د دفاع سرپرست وزیر ویلي، هېواد یې د القاعدې او د همکارانو د ماتولو په درشل کې دی او ډېر ژر به له افغانستانه سرتېري وباسي.

دې سره تېره ورځ د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وویل، د روانې اوونۍ تر پایه به د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د ولسمشر محمد اشرف غني په بلنه کابل ته سفر وکړي.

خو د چارو کتونکي کابل ته د عمران خان سفر د سولې خبرو کې ځنډ او د امریکا وتو سره تړلی بولي.

افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر رستم شاه مومند وايي، عمران خان به دغه سفر کې افغان چارواکيو سره د سوداګرۍ، کډوالو، سولې، اوربند، د پاکستان پر ضد د افغان خاورې کارېدو او د تاوتریخوالي زیاتېدو په اړه بحث او خبرې وکړي.

خو په وینا، مثبتې پایلې به ونه‌لري.

د چارو بل کتونکی محمد حسن حقیار کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر سفر د امریکایي سرتېرو وتو او د سولې درول شوو خبرو سره تړلی بولي او وايي، امریکا د افغانستان په پرتله پاکستان غوره ګڼي او غواړي د سولې خبرو په تړاو ورته د منځګړیتوب دنده ورکړي.

دی وایي، عمران خان به افغان چارواکيو ته د امریکا پیغام ورسوي او دا په دې معنا دی چې امریکا غواړي د جوبایډن تر راتګ وړاندې څومره ژر چې کېدای شي افغانستان څخه ووځي.

په همدې حال کې د سیاسي چارو کارپوه محب الله شریف وايي، ښايي افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزیر سفر د هغه سیاسي جوړجاړي یوه برخه وي چې کابل او اسلام‌اباد یې مخ ته بیايي.

د هغه په وینا، دې برخه کې د امریکا فشار هم ډېر دی او دا چې پایله به ورکړي او که نه، د پردې ترشاه چې په خبرو او لانجو د بحث کولو په څرنګوالي پورې تړاو لري.

د پاکستان لومړی وزیر داسې مهال کابل ته سفر کوي چې تر دې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پاکستان ته سفر کې د دغه هېواد چارواکيو سره پر افغان سوله خبرې کړي او ټاکل شوې نن به د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم دوحې ته سفر ولري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام