Asset 1SWN

د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ رییس: د ازادو رسنیو فعالیت پراخ شوی

a91accb3-83a8-410d-b1b1-e820ea3553ce

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفېع‌الله صمیم وايي چې د پخوا په پرتله دغه ولایت کې د ازادو رسنیو فعالیت پراخ شوی او د دوی پر وړاندې شته ټولې ستونزې هوارې شوي دي.

نوموړي دغه څرګندونې د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري نن پنج‌شنبه د «مې درېېمه» د «رسنیو ازادۍ نړیوالې ورځې» په مناسبت جوړې شوې غونډې ته کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل چې په تېر یوه کال کې دوه غږیزو، یوې چاپيزې او یوې انلاین رسنۍ په فعالیت پيل کړی او په پام کې ده چې نږدې ورځو کې یوه بله خصوصي راډیو هم دغه ولایت کې په فعالیت پيل وکړي.

صمیم زیاته کړه، ا.ا له ازادو رسنیو او خبریالانو بشپړ ملاتړ کوي او د هغوی پر وړاندې شته ستونزو ته به د حل مناسبې لارې چارې ولټوي.

نوموړي وویل: «په تېر یوه کال کې لوګر کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي هیڅ پېښه نه‌ده رامنځته شوې، دوه خصوصي راډیوګانو، یوې چاپيزې او یوې انلاین رسنۍ په فعالیت پيل کړی ده، مونږ ژمن یو چې د خبریالانو او رسنیو ستونزو ته په سمه توګه رسېد‌ګي وکړو.»

بل‌خوا لوګر کې د زینت راډیو مسوول نورالله ستانکزي وویل، دغه ولایت کې یوشمېر محلي رسنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او حکومت باید د محلي رسنیو د اقتصادي ودې لپاره د خپلو ادارو اعلانات د دولتي رسنیو ترڅنګ خصوصي رسنیو ته هم ورکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

لوګر پلازمېنې کابل ته څېرمه پروت ولایت دی چې یوه دولتي او پنځه خصوصي راډیوګانې، دوه چاپيزې، یوه انلاین رسنۍ او شاوخوا ۵۰ ژورنالیستان په‌کې پر فعالیت بوخت دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام