Asset 1SWN

لوګر کې د «عینک» په نوم يوې خصوصي راډیو نشرات پيل کړل

لوګر راډیو

لوګر کې د عینک په نوم يوې خصوصي نن «دوشنبه، مرغومې ۲۵مه» په رسمي توګه خپلې خپرونې پیل کړې.

دغه راډیو پر ۹۵.۹ اف‌ام څپو نشرات کوي.

د يادې راډيو پرانیست‌غوندې کې د سرپرست حکومت وياند ذبېح‌الله مجاهد، اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفېع‌الله صمیم او د دغې راډيو کارکوونکو ګډون کړی وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

غوندې ته د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفېع‌الله صميم وويل، روان کال دغه ولايت کې دا دویمه خصوصي راډیو ده چې پر فعاليت پيل کوي او اوس لوګر کې د دوه دولتي راډيوګانو په ګډون پنځه خصوصي راډیوګانې فعاليت لري.

صميم زياته کړه چې د سرپرست حکومت له راتګ سره لوګر کې رسنيو د پام وړ پرمختګ کړی او تراوسه دغه ولايت کې هېڅ رسنۍ خپل فعالیتونه نه‌‌دي ځنډولي.

بل‌خوا د سرپرست حکومت وياند ذبېح‌الله مجاهد وويل، د اوسني حکومت په راتلو سره د هېواد په کچه د رسنيو ستونزې راکمې شوي او هڅه روانه ده چې پاتې ستونزې یې هم هوارې شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د نوموړي په وینا، لوګر کې د رسنيو او خبريالانو وضعيت تر بل هر وخته ښه شوی دی. لوګر کې دوه دولتي او پنځه خصوصي راډيوګانې او دوه چاپي ورځ‌پاڼې فعاليت لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام