بلخ کې د نهاد په نوم محلي راډیو چې درې میاشتې وړاندې یې خپرونې د اقتصادي ستونزو له امله درولې وې، اوس یې بېرته خپل فعالیتونه پیل کړل.

د نهاد راډیو مسوول سیدمحمد یزدان‌پرست سلام‌وطندار ته ویلی چې یادې راډیو نن یکشنبه د تلې ۲۳مه خپل نشرات بېرته پیل کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، نهاد راډیو اوس په یوه ورځ او شپه کې د څو ساعتونو لپاره خپرونې لري چې دا مهال ورسره د ښځو په ګډون لس کسان کار کوي.

د یادې راډیو مسوول سیدمحمد یزدان‌پرست همداراز اندېښنه ښيي چې لاهم اقتصادي ستونزې، د برښنا لوړه بیه او د خپرونو لپاره د منظمې ملي طرحې د نشتون له کبله د دې رسنۍ دوام له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دی.

په ورته مهال د هېواد په شمال کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې استازی بیا د دې راډیو د خپرونو له بېرته پیل د هرکلي ترڅنګ ډاډ ورکوي چې له رسنیو به ملاتړ وکړي.

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر عطامحمد ساهو نهاد راډیو له پخوانیو راډیوګانو وبلله او له محلي رسنیو او خبریالانو له ملاتړ یې ډاډ ورکړ.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

نهاد راډیو څه باندې ۱۶ کاله وړاندې بلخ کې پر فعالیت پیل وکړ او له هغه وروسته د لومړي ځل لپاره درې میاشتې وړاندې د اقتصادي ستونزو له امله یې خپرونې بندې کړې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام