پر سترګو معلول کسان: ټولنه کې د اضافي کسانو په سترګه راته کتل کېږي

یوشمېر افغانان چې د سترګو له معلولیت څخه ځورېږي وايي، زده‌کړو، روغتیايي خدمتونو او کاري فرصتونو ته لاسرسی نه لري او دوی یې له کبله ناهیلي شوي دي.
په کابل ښار کې د «روشن‌دلان» مسلکي انسټېټیوټ یوشمېر معلولان چې په سترګو څه نه ویني وايي، د کانکور ازموینه کې د ګډون برخه کې له ستونزو سره مخامخېږي او د لوړو زده‌کړو بورسیو او کاري فرصتونو ته هم لاسرسی نه لري.

د هرات د سمنټو قرارداد د «ګلبهار» په نوم یوه کورني شرکت ته ورکړل شو

د کانونو او پټرولیم وزارت د هرات د زنده‌جان ولسوالي د سمنټو قرارداد د ۳۰ کلونو لپاره د ۱۴۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د «ګلبهار» په نوم یوه کورني شرکت ته ورکړ. د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور په دې غونډه کې وویل چې د دې کارخونې د فعالیت له پیل سره به ۵۰۰۰ زره کسانو ته د کار اسانتیاوې برابرې شي.

له حیرتان بندره ۱۷۰ ټُنه بې‌کیفیته تېل بېرته اوزبکستان ته لېږل شوي

د بلخ د حیرتان سوداګریز بندر مسوولان وايي چې له اوزبکستان څخه وارد شوي څه باندې ۱۷۲ ټُنه بې‌کیفیته تېل یې بېرته دغه هېواد ته لېږلې دي.

د حیرتان بندر د نورم او سټنډرډ امریت مسوولانو په وینا، دغه تېل تر ارزونې وروسته بېرته یاد هېواد ته استول شوې دي.

د نړیوال جام لوبې؛ افغانستان نن انګلستان سره سیالي کوي

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن د هند په کوربه‌توب د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام کې د انګلستان کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن یکشنبه ۱:۰۰ بجه د اکتوبر ۱۵مه د هند د ډیلي په «اروون جاېټلې کرېکټ نړیوال لوبغالي» کې پیل شي.

هرات کې نن دوه زورورې زلزلې شوي

د امریکا ځمک‌‌پېژندنې سروې وايي چې نن یکشنبه «تلې ۲۳» په هرات ولایت کې د یوه ساعت په ترڅ کې دوه زورورې زلزلې شوې دي.

لومړۍ زلزله چې نن سهار شاوخوا ۸ بجې شوې مرکز یې د یاد ولایت د کُشک ولسوالي کاریزنو سیمه ښودل شوې ده. د ریښتر په کچه د یادې زلزلې شدت ۶،۳ ښودل شوی دی.