د اوبو او برښنا وزارت مسوولان وايي، په سرپل کې به ډېر ژر د «سلطان ابراهیم» د اوبو بند د جوړولو چارې پیل شي.
د اوبو او برښنا وزارت سرپرست عبداللطیف منصور نن (د تلې درویشتمه، د یکشنبې ورځ) د دغه بند د لیدنې پر مهال وویل چې د یاد بند د جوړېدو لګښت ۲۰۰ میلیونه ډالره اټکل شوی او د قشقري د تېلو کان له عوایدو به ورکړل شي.
د نوموړي په وینا، یاد بند به د یو میلیون مترمکعب اوبو زېرمې او ۴۰ مېګاواټه برښنا په تولید جوړ شي. عبداللطیف منصور ټینګار کوي چې د پراختیايي او زېربنايي پروژو د پلي کېدو برخه کې یې هڅې روانې دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
په همدې حال کې د سرپل والي محمدیعقوب عبدالرحمان د کرنې او څښاک لپاره د اوبو برابرېدو او د برښنا تولید برخه کې د دغه بند جوړېدل ګټور بولي.