د جوزجان امنیتي مسوولان د ګازو له کبله په دغه ولایت کې د یوه خصوصي بانک د دوو ساتونکو د مړینې خبر ورکوي.
د جوزجان د امنیې قومانداني ویاند عبدالستار حلیمي نن ماښام سلاموطندار ته ویلي چې دا پېښه بېګاه د دغه ولایت په اقچې ولسوالي کې د اغاخان د کوچنیو پورونو د ورکړې بانک کې شوې ده.
د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې د بانک دوه ساتونکي سیدشرفالدین او محمدشفیع چې د اقچې ولسوالي اوسېدونکي وو، مړه شوي دي.
د یادونې ده چې هر کال د کابل په ګډون په یوشمېر ولایتونو کې ګڼشمېر افغانان د ګازو او ډبرو سکرو له کبله خپل ژوند له لاس ورکوي.