Asset 1SWN

بغلان کې ناپېژنده وسله‌والو یو کس وژلی

baghlan-1

د بغلان امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یو کس د ناپېژنده وسله‌والو له لوري وژل شوی دی.

پېښه بېګاه شپه د یاد ولایت د تاله او برفک ولسوالي اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د بغلان د امنیې قومنداني د مطبوعاتو مسوول شېراحمد برهاني سلا‌م‌وطندار ته ویلي چې د تاله او برفک ولسوالي اړوند «پشته شهیدان» کلي کې بېګاه شپه ۸ بجې د دادمحمد په نوم کس د ناپېژنده وسله‌والو له لوري وژل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې دغه پېښه د شخصي دښمنۍ له کبله رامنځته شوې او په وینا یې، د قاتلینو د نیولو هڅې روانې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

 دغه پېښه داسې مهال رامځنته کېږي چې له دې وړاندې هم دغه ولایت او د هېواد په یو‌شمېر نورو ولایتونو کې هم ورته پېښې رامنځته شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام