روغتیا وزارت: ناروغان باید له دې وروسته په دولتي روغتونونو کې هم فیس ورکړي

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، ټاکل شوې له دې وروسته د روغتیایي سکټور د پیاوړتیا، پر ځان‌ بسیاینې او معیاري کېدو په موخه دولتي روغتونونو کې هم له ناروغانو څخه څه‌ناڅه پیسې واخیستل شي. خو یوشمېر هېوادوال چې د ناروغۍ د درملنې پر مهال یې ټوله تکیه پر دولتي روغتونونو ده او د فیس ورکولو وسه نه لري، شکایت کوي چې که عامې روغتیا وزارت خپلې تازه پرېکړې عملي کړې، د دوی اقتصادي ستونزې به لا زیاتې کړي.

امنیت شورا پر ښځو د ا.ا محدودیت په اړه پرېکړه‌لیک رایې اچوونې ته وړاندې کوي

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې راتلونکې اوونۍ قطر کې د افغانستان وضعیت په اړه د ملګروملتونو د غونډې له جوړېدو مخکې، د امنیت شورا نن پنج‌شنبه د غويي اوومه پر ښځو د ا.ا محدودیت په اړه د پرېکړه‌لیک مسوده رایې اچوونې ته وړاندې کوي. د دغه پرېکړه‌لیک مسوده د متحده عربي اماراتو او جاپان له‌خوا چمتو شوې ده.

هرات ښار کې د کارګرو ماشومانو د شمېر زیاتېدو په اړه اندېښنې

د هرات ښار یو‌شمېر اوسېدونکي دغه ښار کې د کارګرو ماشومانو د شمېر زیاتېدو په اړه د اندېښنې ترڅنګ وايي چې هرات ښار کې ګڼ‌شمېر ماشومان پر درنو کارونو او د «کباړ» پر راټولولو بوخت دي. یوشمېر دغه کارګر ماشومان بیا وايي، د اقتصادي ستونزو او بې‌وزلي له امله اړ دي چې درانه کارونه وکړي.

روزګان کې د یوه کس جسد موندل شوی

د روزګان محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار اړوند سیمه کې د یوه کس جسد موندل شوی دی.

د روزګان د امنیې قومنداني ویاند مولوي سعدالله ذاهد سلام‌وطندار ته ویلي چې د یاد کس جسد یې د مرکز ترینکوټ ښار اړوند «سېناڼو» کلي کې د یوه کور په مېلمستون «مهمان‌خانه» کې پیدا کړی دی.

د پوهنې وزارت سرپرست: د مدرسو او ښوونځیو ترمنځ واټن له‌منځه تللی

د پوهنې وزارت سرپرست وايي چې هېواد کې د دیني مدرسو او ښوونځیو ترمنځ واټن له‌منځه تللی دی.

د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب‌الله نن پنج‌شنبه د غويي اوومه هلمند ته د سفر پر مهال ویلي چې هېواد کې د دیني مدرسو او ښوونځیو ترمنځ واټن له‌منځه تللی او زده‌کوونکي په امن فضا کې خپلې زده‌کړې کوي.

کندهار کې د ټرافیکي پېښې له امله شپږ کسان مړه او ۱۸ ټپیان شوي

د کندهار محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې پرمهال شپږ کسان مړه او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

پېښه نن پنج‌شنبه سهار د «غويي اوومه» د کندهار-کابل پر لویه لاره د یوه «بس موټر» د چپه‌کېدو له امله رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وینا، په ټپیانو کې د دوو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

پاکستان او نیوزیلنډ نن د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیلوي

د نیوزیلنډ او کوربه‌ پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې نن پنج‌شنبه د اپرېل ۲۷مه د پنځو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیلوي.

ټاکل شوې چې د پنځو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه نن ۳:۰۰ بجې د پاکستان په راولپنډۍ لوبغالي کې پیل شي.

بغلان کې ناپېژنده وسله‌والو یو کس وژلی

د بغلان امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یو کس د ناپېژنده وسله‌والو له لوري وژل شوی دی.

پېښه بېګاه شپه د دغه ولایت د تاله او برفک ولسوالي اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

لغمان کې سږکال د «هوږې» حاصلات زیات شوي

لغمان کې کروندګر وايي چې د نورو کلونو په پرتله یې سږ کال د «هوږې» په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
دغه کروندګر زیاتوي چې پخوا به یې په ډېره کمه اندازه هوږه کرله او د ګټې‌وټې تمه به یې ورڅخه نه وه، خو په وینا یې، سږکال یې د هوږې حاصلات له تېر سره په پرتله زیات شوي دي. یاد کروندګر له حکومت غوښتنه کوي چې د دوی محصولاتو ته مناسب بازار پیدا کړي.