Asset 1SWN

کندهار کې د ټرافیکي پېښې له امله شپږ کسان مړه او ۱۸ ټپیان شوي

حادثه-ترافیکی-در-شاهراه-کابل-قندهار

د کندهار محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې پرمهال شپږ کسان مړه او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

پېښه نن پنج‌شنبه سهار د «غويي اوومه» د کندهار-کابل پر لویه لاره د یوه «بس موټر» د چپه‌کېدو له امله رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د کندهار د والي ویاند حاجي زید سلام‌وطندار ته ویلي چې یاد بس موټر له کندهار څخه کابل ته پر لاره و چې د یاد ولایت د امان ولسوالي اړوند سیمه کې چپه شوی چې له امله کبله یې شپږ کسان مړه او ۱۸ ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا، په ټپیانو کې د دوو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې پرون چهارشنبه په بلخ کې هم د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۱۱ کسان مړه او نهه نور ټپیان شوي وو.

په دې وروستیو ورځو په ځانګړې توګه د کوچني اختر پرمهال کې د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې ټرافیکي پېښې زیاتې شوي چې له کبله یې ځینې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ځینې نور بیا ټپیان شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

مسوولانو د یادو ټرافیکي پېښو لامل د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي، د لارو په ځانګړې توګه د لویو لارو خرابوالی او له ټرافیکي قوانینو سره د موټرچلوونکو نه بلدتیا په ګوته کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام