Asset 1SWN

هرات کې ټرافیکي پېښه؛ د زوم په ګډون دوه کسان مړه او اووه ټپیان شوي

316259413_6175217725842340_7067113162866522816_n

د هرات محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ټرافیکي پېښې له امله د زوم په ګډون دوه کسان مړه شوي او اووه نور ټپیان دي.

د هرات د امنیې قومنداني د رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پېښه پرون جمعه د لړم۲۷مه هغه مهال رامنځته شوې چې یو «فیلډر» موټر د انجیل ولسوالي په «جغرتان» کلي کې له سړک واوښت او چپه شو.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په ورته مهال خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاده پېښه کې زوم او یوه ښځه مړه شوي او پنځه ښځې، یو ماشوم او یو موټر چلوونکی ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان د ناوې له کور څخه د خپل کلي پر لور روان و چې د لارې په اوږد کې له دغې پېښې سره مخ شوي دي.

د هرات د امنیې قومنداني د رسنیو دفتر د خبرپاڼې له مخې، د پېښې ټپیان د امنیتي ځواکونو له لوري د هرات حوزوي روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.

په خپرې شوې خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې دغه ټرافیکي پېښه د موټر چلوونکي د بې‌‌احتیاطۍ او چټک تګ له امله رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې هم دغه ولایت کې د ټرافیکي پېښو له کبله ځینې کسان مړه او ټپیان شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام