د هرات د امنیې قومنداني مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې پرمهال اته کسان مړه او ټپیان شوي دي.

د هرات د امنیې قومنداني د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې یاده ټرافیکي پېښه پرون سه‌شنبه د تلې پنځمه د پشتون‌زرغون ولسوالي پر لویه لاره رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې پېښه د دوو سراچه ډوله موټرو د ټکر له کبله شوې ده. د خبرپاڼې پربنسټ، په دغه ټرافیکي پېښه کې یو ماشوم مړ شوی او اووه کسان تپیان شوي دي. ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږل شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د وروستیو میاشتو پرمهال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ټرافیکي پېښې زیاتې شوي چې پرمهال یې ځینې کسان مړه او یو‌شمېر بیا ټپیان شوي هم دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام