د افغان دولت او ترکمنستان هېواد یو ګډ پلاوی پر اوو مهمو موضوعاتو بحث کوي. دا غونډه نن په هرات کې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په مشرتابه پیل او دوه ورځې به دوام وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر د غونډې په پیل کې وویل چې په یادو دوه‌ورځنیو خبرو اترو کې به د ټاپي پروژې، له ترکمنستان څخه هرات ته د برښنا مزو لېږد، د اوسپنې پټلۍ، ترکمنستان ته د هرات د مرمرو ډبرو صادراتو، د لاجوردو پر لارې سوداګرۍ او ټرانزیټ، کلتوري اړیکو او په افغانستان کې د سولې او امنیت په اړه بحث وشي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي ټینګار وکړ چې یاد اووه موضوعات به د دواړو هېوادونو د نښلېدو او د اقتصادي ودې لپاره ګټور تمام شي. هغه د دغې دوه‌ورځنۍ غونډې د پایلو په اړه هیله‌مندي وښوده او په وینا یې، افغان پلاوي په پوره ژمنتیا په‌کې ګډون کړی دی.

 په همدې حال کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف د یادې غونډې د جوړېدو موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا وبلله او په خبره یې، یادې همکارۍ ستر مسوولیت دی.

رشید مرادوف د افغانستان او ترکمنستان پر کلتوري او تاریخي اړیکو د ټینګار ترڅنګ وویل، د دغو مشترکاتو پر بنسټ به پر یادو اوو اقتصادي موضوعاتو بحث ښې پایلې ولري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام