بدخشان کې ولسي سرچینې وايي چې پېښه نن له غرمې مخکې ۱۰:۳۰ بجې د یاد ولایت په مرکز فیض‌اباد کې هوايي ډګر ته څېرمه د دوو رونېکس موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معز‌الدین احمدي د یاد خبر د تایید ترڅنګ ویلي چې پېښه کې درې کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان دي. احمدي د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې‌احتیاطي بولي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ د رییس په وینا، د پېښې ټپیان ولایتي روغتون ته لېږل شوي او تر درملنې لاندې دي. دوه ورځې وړاندې هم په دغه ولایت کې د یوه موټر د چپه‌کېدو پېښه کې درې کسان مړه شوي وو.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې ټرافیکي پېښې زیاتې شوي چې چارواکي یې لاملونه، د لارو خرابوالی او د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي بولي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام