د فاریاب خان‌چهار باغ ولسوالي کې سرچینې وايي چې دغه ولسوالي کې د یوه پلانکوچ ډوله او ټراکټور د ټکر له امله شپږ کسان مړه او لس نور ټپیان شوي دي.

پېښه نن سهار ۳:۳۰ بجې د خان‌چهارباغ ولسوالي په «حدبخشي» سیمه کې رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په همدې حال کې سرچینې زیاته کړې چې پېښه کې څلور ښځو، یوه ماشوم او یوه نارینه ژوند له لاسه ورکړی او د ښځو او ماشومانو په ګډون لس نور کسان ټپیان شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر وڅارئ

د پېښې ټپیان د اندخوی ولسوالي روغتون ته لېږدول شوي او دا مهال تر درملنې لاندې دي. په ورته مهال په یاده ټرافیکي پېښه کې مړه شوي او ټپیان د فاریاب د بلچراغ ولسوالي اوسېدونکي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام