په فاریاب کې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او نهه ټپیان دي.

دغه ټرافیکي پېښه نن سهار د میمنې او اندخوی پر لویه لاره رامنځته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پېښې یو عیني شاهد محمدالله سلام‌وطندار ته ویلي چې نن سهار ۶:۳۰ بجې د فاریاب د دولت‌اباد او قرمقول لومړي نمبر لویې لارې په اوږدو کې یوه سراچه ډوله موټر له سړک واوښت چې پرمهال یې یاده مرګ‌ژوبله رامنځته شوه.

د عیني شاهد په وینا، په دغه ټرافیکي پېښه کې موټر چلوونکي خپل ژوند له لاسه ورکړی او د یوې ښځې په ګډون نهه کسان ټپیان شوي دي.

په ورته مهال سرچینې زیاته کړې چې د پېښې ټپیان د اندخوی او جوزجان روغتونونو ته د درملنې لپاره وړل شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې دوه ورځې وړاندې هم پر همدغه لاره یو «لوکسل» موټر له سړک اوښتی او چپه شوی و چې پرمهال یې د دوو ښځو په ګډون درې کسان ټپیان شوي وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام