د فاریاب ولایت مرکز میمنې ښار اړوند بازار کې یوه پلار د بې‌وزلۍ او ناچارۍ له کبله خپله لس کلنه لور د ۲۰۰زره افغانیو په بدل کې خرڅلاو ته وړاندې کړې ده.

 دغه کس نن د میمنې ښار بازار ته راغلی او د خپلې لور د خرڅولو لپاره د پېردونکي په لټه کې دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

اسد‌الله د فاریاب ولایت د بل‌چراغ ولسوالي اصلي اوسېدونکی دی. نوموړی وايي چې نږدې شپږ میاشتې وړاندې یې خپله مېنه پرېښوده او اوس په جوزجان ولایت کې ژوند کوي.  د اسد‌الله په وینا، په دې موده کې یې ډېرې ستونزې وګاللې او له ګڼو اقتصادي ستونزو سره خپل ژوند مخته وړي.

نوموړی زیاتوي چې ستونزې هلته لا پسې ډېرې شوې چې شپږ میاشتې وړاندې یې خپله مېرمن له لاسه ورکړه. اسد‌الله وايي، له هغه وروسته اړ شو چې د خپلو درېوو اولادونو سرپرستي پر غاړه واخلي او د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره سوال کولو ته مخه کړي.

خو اوس د ژوند تورو چارو دې ته اړ کړی چې خپله یوازینۍ لور د پیسو په بدل کې خرڅه کړي. اسدالله وايي چې پر لور یې ۲۰۰زره افغانۍ بیه ايښې، خو تراوسه یې پېردونکي ترې ۱۳۰زره افغانۍ د اخیستو غوښتنه لري.

په ورته مهال د فاریاب یو‌شمېر مدني فعالان له یاد وضعیت څخه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، دغه وضعیت د لوږې، بې‌وزلۍ او د هېوادوالو د نامعلوم برخلیک له امله دی.

د دوی په وینا، د کار نشتون او د افغانستان د شتمنیو له کنګل سربېره، د توکو لوړې بیې د دې لامل شوي چې اړمنې او بې‌وزله کورنۍ د نفقې برابرولو لپاره خپل اولادونه خرڅ کړي.

فاریاب کې د اسلامي امارت چارواکي هم تاییدوي چې هېواد کې بې‌وزلي او اقتصادي ناورین د دې لامل شوی چې د اسد‌الله په څېر کورنۍ خپل اولادونه خرڅ کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې په څه باندې شپږو میاشتو کې په فاریاب او یو‌شمېر نورو ولایتونو بې‌وزله کورنۍ د لوږې او بې‌وزلۍ له کبله اړ شوي، څو د خپلو اولادونو خرڅولو ته مخه کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام