د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په اسلام‌اباد کې د افغان سفیر د لور سلسلې علي‌خېل د تښتولو په اړه د پاکستان له لوري د همکارۍ پر نه کولو نیوکه کوي او وايي چې پاکستان په دې برخه کې افغان پلاوي ته اړوند معلومات نه دي ورکړي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویلي شوي چې د پاکستاني چارواکو څرګندونې له دې قضیې سره په ټکر کې دي او د قضیې پر بنسټیزو مسایلو له هغې ډلې د پېښې څرنګوالی او د عاملانو پر پېژندلو نه دي راټولې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړه چې تمه وه پاکستان د دغې قضیې له هر اړخیزې څېړلو وروسته، پایلې یې له افغان پلاوي سره شریکې کړي، خو په خپله دغه ژمنه یې عمل نه دی کړی او د دې پېښې اړوند معلومات یې افغان پلاوي ته نه دي سپارلي.

په ورته مهال د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي چې د روغتون اسناد، طبي راپورونه او نور اړوند اسنادونه د دې ښکارندویي کوي چې سلسله‌ علي‌خېل تښتول شوې او شکنجه شوې ده. دغه وزارت ټينګار کړی چې افغان دولت د پېښې له قرباني شوې سره په همغږۍ د پېښې د عاملینو د پېژندلو او نیولو په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی او تل به اماده وي.



د هېواد د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د پاکستان له بهرنیو چارو وزارت څخه غوښتنه کړې چې د پېښې د عاملینو د پېژندلو، نیولو او محاکمه کولو په برخه کې دې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

سلسله علي‌خېل د روان کال د چنګاښ میاشتې په ۲۵مه د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د ناپېژنده کسانو له لوري وتښتول شوه. د بهرنیو چارو وزارت د زمري په یوولسمه په پاکستان کې د افغان سفیر د لور د تښتولو قضیې د څېړلو لپاره اسلام‌اباد ته یو پلاوی استولی و.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام