د جګړې تودې څپې؛ له څلورو ولایتونو ۱۷۰۰۰کورنۍ کابل ته بې‌ځایه شوي

په یو‌شمېر ولایتونو کې د جګړو د ډېروالي له امله سلګونه کورنۍ اړ شوي چې خپلې مېنې پرېږدي او امنو سیمو ته خپل ځانونه ورسوي. د دغو بې‌ځایه شویو ګڼ‌شمېر کورنۍ یې پلازمېنې کابل ته کډه شوي او اوس د دغه ښار په پارکونو او نورو پراخو سیمو کې د شنه اسمان لاندې شپې او ورځې تېروي چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

پر ټولنیزو رسنیو د پاکستان د تحریم لپاره د افغانانو پراخ کمپاین

له څو ورځو راهیسې پر ټولنیزو رسنیو د «پاکستان دې تحریم شي» پراخ کمپاین پیل شوی دی.
په دغه کمپاین کې د ولسمشر د لومړي مرستیال په ګډون، ګڼ‌شمېر لوړپوړو افغان چارواکو، سیاستوالو، مدني او د بشر حقونو فعالانو، د کوزې پښتونخوا سیاستوالو او په کور دننه او بهر ګڼ‌شمېر افغانانو ګډون کړی او د پاکستان د تحریم غوښتنه یې کړې ده.

پاکستان د سلسلې علي‌خېل د تښتونې په اړه افغان پلاوي ته معلومات نه دي ورکړي

د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په اسلام‌اباد کې د افغان سفیر د لور سلسلې علي‌خېل د تښتولو په اړه د پاکستان له لوري د همکارۍ پر نه کولو نیوکه کوي او وايي چې پاکستان په دې برخه کې افغان پلاوي ته اړوند معلومات نه دي ورکړي.

عدلیې وزارت: هېواد کې روانې جګړې انساني قاچاق زیات کړی

د عدلیې وزیر فضل‌احمد معنوي نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، که څه هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې انساني قاچاق کېږي، خو د انساني قاچاق ترڅنګ، د بچه‌بازۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره هم پیاوړې سیاسي اراده شته.
هغه وايي، که په هېواد کې انساني قاچاق کم نه شي، ښايي له افغانستان سره د امریکا او نړیوالې ټولنې مرستې کمې او هېواد مو له بندیزونو سره مخامخ شي.

پکتیا؛ د هغو دوو ماشومانو کیسه چې د کورنۍ ۱۲ غړي یې له لاسه ورکړل

پکتيا کې د طالبانو او حکومت ترمنځ د جګړو له امله د ملکيانو ژوند له ستونزو ډک او په ځينو سيمو کې د دواړو لوریو د نښتو له امله ډېری وخت ملکیان خپل ژوند له لاسه ورکوي. د تېرې شنبې ورځې ماښام ناوخته د سيدکرم ولسوالي يوې کورنۍ غوښتل د جګړې له وېرې د ګردېز ښار ته پناه یوسي، خو له دې ناخبره چې مرګ به یې د ژوند پور ورپرې کړي.

یونیسف: جګړې په درې ورځو کې ۲۷ افغان ماشومان وژل شوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو نړیوال صندوق یا یونیسف وايي، په افغانستان کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړې یوازې په درې ورځو کې ۲۷ ماشومان وژلي دي.
یونیسف پرون په یوه خبرپاڼه کې خبرداری ورکړ چې د ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر شوی او هغوی ته د مرګ‌ژوبلې اوښتو کچه هم ورځ تر بلې ډېرېږي.

د غور تاریخي ابدات د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي

د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وایي، سږکال دوی د جګړو د ډېروالي او بودجې د نه‌شتون له امله ونه شوای کړای، هغو سیمو ته چې تاریخي ابدات پکې موقعیت لري، لاړ شي او د دغو لرغونو تاریخي ابدات وضعیت له نږدې څخه وګوري. د غور فرهنګ‌پال هم په دغه ولایت کې د تاریخي ابدو له ویجاړېدو اندېښنه څرګندوي او له حکومت حخه د مرستې غوښتنه کوي.