په یوشمېر ولایتونو کې د جګړو د ډېروالي له امله سلګونه کورنۍ اړ شوي چې خپلې مېنې پرېږدي او امنو سیمو ته خپل ځانونه ورسوي. د دغو بېځایه شویو ګڼشمېر کورنۍ یې پلازمېنې کابل ته کډه شوي او اوس د دغه ښار په پارکونو او نورو پراخو سیمو کې د شنه اسمان لاندې شپې او ورځې تېروي چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
دغه کورنۍ چې تازه کابل ته بېځایه شوي ډېری یې د تخار، بغلان او کندوز ولایتونو اړوند اوسېدونکي دي چې له تېرو درېو ورځو راهیسې راغلي او په خراب وضعیت کې ژوند کوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بېځایه شوې کورنۍ وایي چې بل ځای ته د تلو وس نه لري او دلته په کابل کې هم سختې ګرمۍ ناروغان کړي او تراوسه ورسره چا مرسته نه ده کړې.
د تخار او بغلان ولایت دوه اوسېدونکې وایي چې سیمې وسلهوالو طالبانو ونیولې او له همدې امله اړ شول چې کابل ته کډوال شي. دوی زیاتوي چې په سیمه کې یې د جګړو له امله هرڅه په کورونو کې پاتې شول او بریالي شوي چې یوازې خپل ځانونه له سیمو ژوندي راوباسي.
قمرنسا چې تازه د جګړو له امله کابل ته بېځایه شوې وایي چې زوی یې د دې پر وړاندې وسلهوالو طالبانو وواژه. هغې وویل: «طالبانو ته مې ډېرې زارۍ وکړې چې زوی مې مه وژنئ، خو زه یې هم ووهل او په یوه کوټه یې بنده کړم غاښونه یې رامات کړل او زوی یې زما پر وړاندې راته وواژه.»
د بیځایه شویو کورنیو استازی وايي، د تخار، بغلان او کندوز څخه د بیځایه شویو کورنیو شمېر زرګونو کورنیو ته رسېږي. هغه زیاتوي چې ځینې کورنۍ د خپلو خپلوانو کورونو ته تللي او هغه شمېر کورنۍ چې وس نه لري او یا هم د خپلو خپلوانو کره نه شي تللی، کابل کې یې تر شنه اسمان لاندې اړولي دي.
د کابل د سرای شمالي سیمې ازادۍ پارک کې د بیځایه شویو کورنیو استازی مبارز همدرد وايي، سلګونه کورنۍ د سرپنا نه درلودو له امله اړ شوي چې په پارکونو او خلاصو سیمو کې واوسېږي.
- وروستیو دوو اوونیو کې د جګړې له امله څه باندې ۵۰۰۰کورنۍ بېځایه شوي
- کندوز کې د جګړو له امله ۲۰۰۰۰ کورنۍ بېځایه شوي
- په تېرو دوو اوونیو کې جګړو په کور دننه ۶۰۰۰ کورنۍ بېځایه کړي
د همدرد په خبره، تر اوسه د حکومت له لوري له دوی سره مرسته نه ده شوې او یوازې د ځینو سوداګرو او مرستندویه موسیسو لهخوا له بېځایه شویو سره د خوراکي توکو او څښاک اوبو مرسته شوې ده.
هغه زیاته کړه: «مونږ دو میاشتې نارې ووهلې، خو فکر نه کوم چې حکومت دې شتون ولري چې زمونږ غږ دې واوري. تخار کې په دوو میاشتو کې زمونږ مرستې ته ونه رسېد او دلته به هم ونه رسېږي که چېرته لږ شرم لري باید بېځایه شویو ته ځای ورکړي، ځکه اوس زمونږ په ډاک کې ژوند کوو.»
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت چارواکوي وایي، د لومړنیو شمېرو له مخې، کابل ته د تخار، بغلان، کندوز او بدخشان ولایتونو څخه د رابېځایه شویو شمېرې ۱۷۰۰۰ کورنیو ته رسېږي او د دوی د کره شمېر معلومولو لپاره سروې جریان لري.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د ویاند مرستیال رضا باهر په وینا، د بېځایه شویو وضعیت ته د رسېدنې په موخه بېړنۍ کمېټه جوړه شوې او دوی ته د کمپونو د جوړولو لپاره کار دوام لري.
هغه زیاته کړه: «له نن څخه مونږ دې بېځایه شویو ته د خېمو او کمپ پر جوړولو کار پیلهوو چې کار هم پیل شوی چې د کابل په باریک اب سیمه کې ۳۰۰۰ خیمې په نظر کې نیول شوي چې دوی ته به اماده شي.»
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم په خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې بېځایه شویو ته د رسېدنې په موخه لاس په کار شوي او له هېڅ ډول دولتي امکاناتو او د نړیوالو سرچینو له بسیج څخه به ډډه ونه کړي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو پر بنسټ، تراوسه د جګړو او نښتو له امله په ټول هېواد کې شاوخوا ۵۷۰۰۰ کورنۍ بېځایه شوي دي.