د کونړ ولایت محلي چارواکي وايي، له نږدې دوو میاشتو راهیسې په دغه ولایت کې د ناامنیو او اندېښمنوونکي وضعیت له امله ۵۰ زره ملکیان بې‌ځایه شوي او دا شمېر ورځ تر بلې مخ په لوړېدو دی.

د کونړ د والي مرستیال واصف‌الله واصفي وویل، دغه شمېر کډوال له ناړۍ او غازي‌اباد ولسوالیو او ورڅېرمه سیمو بې‌ځایه شوي او تراوسه یې نیږدې ۲۰۰۰ کورنیو سره مرسته شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاته کړه: «د کونړ غازي‌اباد او ناړۍ کې ناامني وه، چې مرکز او ولسوالیو ته ترې خلک راکډه شول. موږ ته چې ادارو کوم ارقام راکړي، اوه زره کورنۍ دي چې پنځوس زره نفر کېږي راکډه شوي دي. هم‌مهاله ورته موږ دولس ټیمونه ټاکلي، چې هم سروې وکړي، هم کورنۍ ثبت کړي او هم مرستې توزیع کړي.»

په ورته مهال د کونړ مرستیال والي واصفي الله واصفي وویل، دغه کډوال ځکه د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو څخه بې‌ځایه کېږي چې یاده ډله له خلکو په زوره ډوډۍ او نور توکي غواړي.

غازي‌اباد او ناړۍ همدا دوه اونۍ مخکې له حکومتي ولکې وتلي چې وخت ناوخت په کې حکومت هوايي بریدونه هم کوي او وايي، د بېرته نیونې لپاره یې پلان لري.

د کونړ له ناړۍ او غازي‌اباد ولسوالیو بې‌ځایه شويو ته حکومت مشخص کمپ نه دی جوړ کړی، دوی په وېشلي بڼه په رخصت شویو ښوونځیو، ولسي عامه ودانیو او نورو سیمو کې ځای پر ځای شوي او نور هم بې‌ځایه کېږي.

یو‌شمېر بې‌ځایه شوي وايي، یوازې یې ځانونه خوندي سیمو ته رسولي او اوس یې مېرمنې او ماشومانو سره په دې ګرمۍ کې له بد وضعیت سره مخ دي. دوی د مرستو په بهیر کې له ناانډولۍ او واسطه‌بازۍ هم شکایت کوي، هغه څه چې حکومت یې نه مني.



بې‌ځایه شوی زیاتوي چې تراوسه یې نه حکومت او نه هم نورو چارواکو لاس نیوی کړی، خېمې، بسترې او نورې مرستې ورسره نه دي شوي او د توکو رانیولو لپاره هم په لاس کې څه نه لري.

بل‌خوا د طالبانو یو ویاند ذبېح‌الله مجاهد بیا د حکومتي چارواکیو دا ادعا رد کړه چې دا ډله تر خپل واک لاندې سیمو کې له ولسي خلکو ډوډۍ غواړي.

هېواد کې ناامنۍ، د ولسوالیو سقوط او د خلکو بې‌ځایه کېدل وروسته تر هغه زیات شو چې د بهرنیو ځواکونو د وتو لړۍ پیل شوه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام