هېواد کې د جګړو او ناامنیو سربېره د وسله‌والو طالبانو له لوري د یو‌شمېر ولسوالیو نیول ګڼ‌‌شمېر افغانان اړ کړي چې خپلې مېنې پرېږدي او نورو امنو سیمو ته کډه شي. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولانو سلام‌وطندار ته ویلي چې د تېرو دوو اوونیو په ترڅ کې د جګړو له امله ۶۰۰۰ کورنۍ له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي او د هېواد نورو ولایتونو او امنیو سیمو ته کډه شوي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د ویاند مرستیال رضا باهر وایي، د روان کال د غبرګولي له ۱۵مې د دې میاشتې تر وروستۍ د جګړو له امله په ټول افغانستان کې نېږدې ۶۰۰۰ کورنۍ له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي دي. هغه وویل چې ډېری بې‌ځایه شوې کورنۍ د هلمند، کندوز، بغلان او لغمان ولایتونو څخه دي.

د سلام‌ړوطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د جګړو له امله په ولایتونو کې بې‌ځایه شوې کورنۍ په ناسم وضعیت کې ژوند کوي، دوی وایي چې د جګړو او وسله‌والو طالبانو له لوري د ولسوالیو د نیولو له امله اړ شوي چې خپلې مېنې پرېږدي او نورو ولسوالیو او امنو ولایتونو ته کډه شي.

دغه بې‌ځایه شوې کورنۍ وایي، د ژوند کولو لپاره ځای او د ژوندي پاتې کېدو لپاره خوراکي توکي نه لري او د خلکو په خېمو او کرایي موټرو کې ورځې او شپې سبا کوي.

د کندوز ولایت اوسېدونکي ګلبدین چې د جګړو له امله بې‌ځایه شوی وایي، اوس په یوه ښوونځي کې ژوند کوي او دولت ورسره څه ناڅه مرسته کړې، خو په وینا یې چې بسنه نه کوي او نورو عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

په همدې حال کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د ویاند مرستیال عبدالسمیع ضربي وايي، بې‌ځایه شوي خپلو شته امکاناتو ته په پام نورو سیمو کې ځای پر ځای شوي چې ځینو هغوی ته یې موقتي سرپناه ورکړل شوې ده.



هغه وویل: «ډیری شمیر کورنۍ د خپلو خپلوانو په کورونو کې ژوند کوي او یو شمیر یې په ښوونځیو کې چې دا مهال رخصت دي، هلته ځاې پر ځآې شوي او پاتې نورو یې چې امکانات نه لرل تر څو په کورونو، ښوونځیو او یا هم جوماتونو کې ځاې پر ځاې شي له دې امله چې په آزاده فضا کې پاتې نشي ورته موقتي سرپناه یا خیمې چمتو شوي دي.»

چارواکي وايي، کومو ولایتونو کې چې جګړه روانه ده، د کورنیو شمېر تثبیت او ورته د مرستو رسولو لپاره سروې جریان لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د مالوماتو په اساس، په دې وروستۍ یوه میاشت کې نېږدې ۲۰ زره کورنیو خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرستې ترلاسه کړي چې د ملي او نړیوالو بنسټونو او له پېښو سره د مبارزې ولایتي کمېټې غړو له لوري ورکړل شوي دي.

د یادونې ده چې په ګڼو ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده او هره ورځ بېلابېلو ولایتونو کې یو‌شمېر ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لویږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام