په کډوالو وزارت کې د ښځینه‌وو پر کار بندیز؛ خروټی: دروغ ده

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمدارسلاح خروټي هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې په دغه وزارت کې ښځو ته د کار اجازه نه ورکول کېږي.
نوموړي نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې په دې اړه خپاره شوي راپورونه ناسم او د سیاسي موخو لپاره دي.

نیوزیلنډ سرور دانش او د هغه د کورنۍ ۱۳ غړو ته پناه ورکړې

د نیوزیلنډ د کډوالو چارو وزارت منلې چې د افغانستان د مخکیني حکومت د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش او د هغه د کورنۍ ۱۳غړو ته یې پناه ورکړې ده. د نیوزیلنډ د کډوالو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي ویلي چې د بشرحقونو په اړه د سرور دانش دریځ د دې لامل شوی چې دوی ورته پناه ورکړي.

له کابل څخه ولایتونو ته د بې‌ځایه شویو د بېرته ستنېدو چارې پیل شوي

یو‌شمېر بې‌ځایه شوي چې د مخکیني حکومت او طالبانو ترمنځ د جګړو له امله له تخار، کندوز، سرپل او نورو ولایتونو څخه کابل ته راغلي وو او د نوي ښار په پارک کې یې شپې او ورځې تېرولې، خپلو ولایتونو ته یې د بېرته لېږو چارې پیل شوي دي.

په تېرو دوو اوونیو کې جګړو په کور دننه ۶۰۰۰ کورنۍ بې‌ځایه کړي

 هېواد کې د جګړو او ناامنیو سربېره د وسله‌والو طالبانو له لوري د یو‌شمېر ولسوالیو نیول ګڼ‌‌شمېر افغانان اړ کړي چې خپلې مېنې پرېږدي او نورو امنو سیمو ته کډه شي. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولانو سلام‌وطندار ته ویلي چې د یوې میاشتې په ترڅ کې د جګړو له امله ۶۰۰۰ کورنۍ له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي او د هېواد نورو ولایتونو او امنیو سیمو ته کډه شوي دي.