Asset 1SWN

۱۳۹۹ کال؛ هېواد کې دننه ۵۲ زره کورنۍ بې‌ځایه شوي

263550c419eeea1da3d02f69bf1ec908e145b392

 

 

د کډوالو او راستنېدونکيو چارو وزارت مسوولان وايي، د ۱۳۹۹ لمریز کال له پیل راهیسې ۵۲ زره کورنۍ له خپل اصلي ټاټوبي بې‌ځایه شوې دي. دغه مسوولان د وسله‌والو جګړو زیاتېدل او دغه راز طبیعي پېښې د دغو کورنیو د بې‌ځایه کېدو اصلي لاملونه بولي.

د کډوالو او راستنېدونکيو چارو وزارت ویاند رضا باهر سلام‌وطندار سره خبرو کې وويل، هڅه کېږي چې د بهرنیو بنسټونو او همکارو موسسو په مرسته دغو کورنیو ته بشردوستانه مرستې چمتو شي.

باهر زیاتوي، اروپايي ټولنې ژمنه کړې چې ۲ میلیونه یورو به د دغو بې‌ځایه شویو د وضعیت په ښه کولو ولګوي.

که څه هم د کډوالو او راستنېدونکيو چارو وزارت تل له کورنیو بې‌ځایه شویو سره د مرستو خبره کوي؛ خو دغه بې‌ځایه شوي وايي، د هوا په سړېدو سره یې وضعیت لا بد تر شوی او حکومت باید د دوی لاسنیوی وکړي.

بې‌ځایه شوې کورنۍ وايي، بې‌وزلي، مناسب هستوګنځي ته لاس‌رسی نه لرل، د ژوند نا مناسب چاپېریال او د کافي اوبو او خوراکي توکو نه موجوديت یې د ژوند جدي ننګونې دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ راپور ښيي چې د ۲۰۱۲ کال له پيل راهیسې شاوخوا ۴ میلیون کسان افغانستان کې دننه بې‌ځایه شوي او نږدې ټول یې بېړنیو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام