پر هلمند د طالبانو له برید وروسته، د کندهار ارغنداب، میوند، پنجوايي او ژېړۍ او د روزګان دهراوود او ګېزاب ولسوالیو کې تېرو څو ورځو راهیسې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي.

یادو سیمو کې د جګړو او ترینګلي وضعیت له کبله ګڼ شمېر کورنۍ کندهار ښار ته بې‌ځایه شوي چې بېلابېلو ناحیو کې یا خو د خپلو دوستانو او یا هم کرایه کورونو کې بد وضعیت کې ژوند کوي.

دغه بې‌ځایه شوې کورنۍ وايي، له توکيو ډک کورونه يې همداسې پرېيښي او لوڅ سر او پښې د جګړې له سیمو را وتي دي.

دوی له خراب امنیتي وضعیت او د طالبانو له زیاتېدونکيو بریدونو اندېښنه ښي او له ځايي ادارې او حکومته غواړي چې خپلو کورونو ته د ور ګرځېدو زمینه ورته برابره کړي.

د کندهار د کډوالو او راستنېدونکيو چارو ريیس دوست محمد نایاب وویل، په وروستیو ۲ اوونیو کې په ټولیز ډول ۶ زره کورنۍ کندهار ښار ته رابې‌ځایه شوي دي.

د ده په خبره، د بې‌ځایه شويو کورنیو سروې یې پيل کړې او ځینو کورنیو ته يې د اړتیا وړ خوراکي او غیرخوراکي توکي هم وېشلي دي.

له تېرې یوې نیمې میاشتي راهیسې د روزګان دهراوود، ګیزاب او له تېرو لسو ورځو راهیسې د کندهار ارغنداب، ژړۍ، پنجوايي او میوند ولسوالۍ سختي ناارامه شوي.

امنیتي مسوولان وايي، د وسله‌والو طالبانو پر وړاندې يې پوځي عملیات کړي او یوازې تېره شپه یې د کندهار ارغنداب او ژېړۍ ولسوالۍ کې د جګړو او هوايي بریدونو پرمهال ۷۷ طالبان وژلي او تر ۲۰ زیات يې ټپیان کړي.

د امنیتي مسوولانو په خبره، افغان ځواکونو یو شمېر سیمې هم د وسله‌والو له موجوديته پاکې کړي.

خو طالبان بیا دا خبره نه مني او ادعا کوي چې افغان سرتېرو ته يې درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام