پر کابل پوهنتون د بريد پای؛ ۱۹ کسان ووژل شول او ۲۲ ټپيان شول

د کورنیو چارو وزارت وایي، پر کابل پوهنتون وسله‌وال برید تر ۶ ساعته نښتې وروسته د ۳ بريدګرو پر وژل کېدو پای ته ورسېد. د ياد وزارت وياند طارق ارين وايي، دغه بريد ‌کې ۱۹ کسان ووژل شول او ۲۲ نور ټپيان شول.

نن سهار شاوخوا ۱۱ بجې پر کابل پوهنتون وسله‌وال بريد وشو او ترهګرو پر محصلانو ډزې پيل کړې.

صالح: پر کابل پوهنتون بريد «استخباراتي ناکامي» ده

نن سهار پر کابل پوهنتون وسله‌وال بريد وشو. تر اوسه پورې د یاد بريد د مرګ‌ژوبلې په اړه کره معلومات نشته.

د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح وايي، پر کابل پوهنتون نننی بريد دولت لپاره «استخباراتي ناکامي» او انساني ناورين دی.

امرالله صالح وايي، دا بريد د طالبانو او د هغوی د همفکرو د وجدان ګنده‌ګي ښيي.

څو ولايتونو کې د نښتو دوام؛ بې‌ځایه شوې کورنۍ د طالبانو د بريدونو له ډېرېدو اندېښمن دي

پر هلمند د طالبانو له برید وروسته، د کندهار ارغنداب، میوند، پنجوايي او ژېړۍ او د روزګان دهراوود او ګېزاب ولسوالیو کې تېرو څو ورځو راهیسې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي.

یادو سیمو کې د جګړو او ترینګلي وضعیت له کبله ګڼ شمېر کورنۍ کندهار ښار ته بې‌ځایه شوي چې بېلابېلو ناحیو کې یا خو د خپلو دوستانو او یا هم کرایه کورونو کې بد وضعیت کې ژوند کوي.

هلمند کې ماين چاودنې ۷ ملکي وګړي وژلي

د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، د لښکرګاه ښار درېيمې حوزې «بولان» سيمه کې د ملکي وګړيو پر فيلډر ډوله موټر د سړک غاړې خښ شوي ماين چاودنه کړې چې ۷ ملکيان په کې وژل شوي.

کابل پوهنتون کې نښته او ډزې

د سلام‌وطندار خبريال رومان کریمي وايي، بريدګر کابل پوهنتون ته دننه شوي او ډزې يې پيل کړې دي.

کريمي وايي، څو بريدګر حقوقو پوهنځي ته ننوتي او پر محصلانو يې ډزې کړي.د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارین وايي، کابل پوهنتون سره نږدې د ډزو غږونه اورېدل شوي دي او پوليس سيمه کې حضور لري.

د کندوز ولایت پر مقام د هاوان لګېدو پېښه کې د والي ۴ ساتونکي وژل شوي

د کندوز د والي ویاند عصمت الله مرادي وايي، طالب وسله‌والو تېر مازیګر د ولایت مقام پر ودانۍ د هاوان مرمۍ توغولې چې د والي ۴ ساتونکي په‌کې وژل شوي دي.

مرادي وويل، پېښه کې د ملکي کارکونکيو په ګډون ۶ نور ټپیان شوي هم دي.