Asset 1SWN

کابل پوهنتون کې نښته او ډزې

123549111_2904139246353380_7540946864880212715_n

 

 

د سلام‌وطندار خبريال رومان کریمي وايي، بريدګر کابل پوهنتون ته دننه شوي او ډزې يې پيل کړې دي.

کريمي وايي، څو بريدګر حقوقو پوهنځي ته ننوتي او پر محصلانو يې ډزې کړي.

تر اوسه پورې د پېښې څرنګوالي او  مرګ‌ژوبلې په اړه معلومات نشته.

امنيتي ځواکونه هڅه کوي چې د پوهنتون دننه څخه محصلان وژغوري.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارین وايي، کابل پوهنتون سره نږدې د ډزو غږونه اورېدل شوي دي او پوليس سيمه کې حضور لري. تصويرونه ښيي چې پوهنتون ته ځانګړي ځواکونه دننه شوي دي.

نن کابل پوهنتون کې د افغانستان او ایران د کتابونو ګډ نندارتون هم پرانیستل کېده چې یاده پېښه شوې.

د راپورونو پر بنسټ ترهګر د کابل پوهنتون شمالي دورازې څخه شرعياتو پوهنځي ته دننه شوي خو رسمي سرچينې په دې اړه څه نه وايي.

طالبانو ويلي چې دا بريد دوی کار نه دی.

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام