Asset 1SWN

صالح: پر کابل پوهنتون بريد «استخباراتي ناکامي» ده

_115175845_2544384c-67cb-4dd3-aa77-16f55b4a6236

 

نن سهار پر کابل پوهنتون وسله‌وال بريد وشو. تر اوسه پورې د یاد بريد د مرګ‌ژوبلې په اړه کره معلومات نشته.

د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح وايي، پر کابل پوهنتون نننی بريد دولت لپاره «استخباراتي ناکامي» او انساني ناورين دی.

امرالله صالح وايي، دا بريد د طالبانو او د هغوی د همفکرو د وجدان ګنده‌ګي ښيي.

صالح زياتوي چې دا بريد نن او له نن وروسته هېڅ ډول توجیه نه لري.

د ولسمشر وياند صديق صديقي پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي، ترهګر په هلمند کې له ماتې وروسته وارخطا شوي او پر علمي مرکزونو بريدونه کوي.

د ملي مصالحې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله هم پر کابل پوهنتون بريد غندلی او ويلي يې دي د ښوونيزو مرکزونو په نښه کول ستر جنايت دی.

نوموړي زياته کړې چې زده‌کوونکي حق لري په سوله او امنيت کې زده‌کړې وکړي.

افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټيفانو پونټیکورو هم پر کابل پوهنتون بريد غندلی دی او ويلي يې دي چې په تېرو لسو ورځو کې دا دويم ځل دی چې پر ښوونيز مرکز بريد کېږي.

نوموړي ويلي، د افغانستان ماشومان او ځوانان بايد ښوونيزو مرکزونو ته تلو کې د امنيت ډاډ ولري او زياته کړې يې ده چې  ناټو د تاوتريخوالي کمولو لپاره پوره هڅه کوي.

خو د عامې روغتیا وزارت د وياند مرستيال نورالله ترکی سلام‌وطندار ته وايي، تر اوسه پورې ۸ ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل پوهنتون د ننني بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی او طالبانو هم په دې پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام