Asset 1SWN

طالبانو په غزني کې د یوې پوستې ۷ سرتېري مسموم او وژلي

unnamed-3-254x165

په غزني کې محلي او امنیتي سرچینې وايي، طالبانو د خپل نفوذي کس په وسیله بېګاه د دغه ولایت د مرکز اړوند په «توحیداباد» سیمه کې د ملي اردو د یوې پوستې ۷ سرتېري وژلي دي.

د غزني د ولایتي شورا غړی حسن‌رضا یوسفي د دغه خبر د تایید ترڅنګ وايي، د طالبانو یو نفوذي کس توانېدلی چې  یوې پوستې ټول سرتېري مسموم او بیا یې ووژني. د نوموړي په وینا، په یاده پېښه کې ۶ سرتېري وژل شوي دي.

په غزني کې د پوځ د درېیمې لوا ویاند علي شکاري هم وايي چې طالبانو د یوه نفوذي کس په وسیله په یاده پوسته کې ۲ سرتېري وژلي او ۵ نور یې ټپیان کړي دي. د نوموړي په وینا، د پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړي او نفوذي کس تښتېدلی دی.

طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی دی. د دغې ډلې ویاند ذبېح‌الله مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي چې په پېښه کې ۷ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ځینې وسلې یې هم د دوی کسانو ته په لاس ورغلې دي.

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام