په کندوز کې یوه امنیتي سرچینه وايي، طالبانو د دغه ولایت په امام‌صاحب ولسوالي کې د پوله‌ساتو ځواکونو پر پوستې برید کړی چې له کبله یې ۵ سرتېري وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.

دغه سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلام‌وطندار ته ویلي چې یاده پېښه بېګاه د دغې ولسوالي په «چهل کپه» سیمه کې شوې او د دواړو لوريو ترمنځ نښتې څلور ساعته دوام درلود.

د سرچینې په وینا، په یاده نښته کې ۴ طالبان هم وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

د امام‌صاحب ولسوال محبوب‌الله سعیدي هم د طالبانو برید مني او وايي، له دغې ولسوالي نه د یادې سیمې لرې‌والي له کبله تراوسه د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه جزیات نه لري.

د ۲۱۷ پامیر قول‌اردو او د ملي دفاع وزارت د رسنیو برخې مسوولانو له پرله‌پسې اړیکو سره سره زموږ اړیکه ځواب نه کړه.

طالبانو د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی او ادعا یې کړې چې ۱۳ سرتېري په‌کې وژل شوي دي. دغې ډلې د خپل یوه وسله‌وال وژل کېدل هم تایید کړي دي.

طالبانو تر دې یوه شپه وړاندې په کندوز کې پر یوې پوستې برید کړی و چې له کبله یې ۱۲ سرتېري وژل شوي وو.

د کندوز اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي په دغه ولایت کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ بولي او امنیتي مسوولان د امنیت په ټینګښت کې پر بې‌غورۍ تورنوي. د دوی په وینا، د امنیتي ځواکونو بې‌غوري لامل شوې چې طالبان هر ورځ پر پوستو بریدونه وکړي او له امنیتي ځواکونو قرباني واخلي.

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام