په  کوچني اختر کې د افغان دولت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ له درې ورځني اوربند وروسته د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالب ډلې ترمنځ د نښتو خبرونه ورکړل شوي چې دواړه لوري یو بل ته د مرګ‌ژوبلې اړولو ادعا کوي.

د هلمند، ننګرهار، کندهار، بغلان، میدان وردګ، هرات، فاریاب او لغمان ولایتونو مسوولان وایي چې د دغو ولایتونو پر یو‌شمېر ولسوالیو او مرکزونو د وسله‌والو طالبانو له لوري بریدونه پر شا تمبول شوي او دې ډلې ته یې درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د ملي دفاع وزارت مسوولان وایي، د طالبانو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو بریدونه ډېر شوي او د بغلان په ګډون یې په یو‌شمېر ولایتونو کې د وسله‌والو تر ولکې لاندې سیمې بېرته نیولي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان سلام‌وطندار ته ویلي چې په یو‌شمېر ولایتونو کې د وسله‌والو طالبانو پر وړاندې د دوی ځمکني او هوایي عملیات روان دي چې په بغلان ولایت کې د طالب ډلې د مهمو غړیو په ګډون یې د طالبانو ۳۵ غړي وژلي دي. د دفاع وزارت د مرستیال ویاند په وینا، امنیتي ځواکونو د طالبانو پر وړاندې عملیات پراخ کړي چې ورسره د دې ډلې روحیه هم کمزورې شوې ده.

په ورته مهال نوموړی وایي، په بغلان، کندوز او هلمند ولایتونو کې د وسله‌والو طالبانو پر وړاندې چاڼیز عملیات روان دي او په بغلان ولایت کې یې د پام وړ پرمختګ کړی دی. د هغه په وینا، افغان ځواکونه اوس د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د پرمختګ په حال کې دي.

 د دفاع وزارت ویاند زیاتوي، په هلمند ولایت کې ۱۲، په ننګرهار کې ۱۱ او په کندهار کې هم ۷ وسله‌وال وژل شوي او دوه نور تپیان دي.

په همدې حال کې له اوربند وروسته د جګړو او تاوتریخوالي زیاتېدل هېوادوال اندېښمن کړي او د جګړې له ښکېلو لوریو غواړي چې له هرې ممکنې لارې دې روانه جګړه ودروي.



روح‌الله او ظاهر وایي، وسله‌والو طالبانو په یو‌شمېر ولایتونو کې خپل بریدونه ډېر کړي چې ورسره دوی د هېواد روان بحراني وضعیت اندېښمن کړي دي. دوی وایي، هېواد په یوه ناسم وضعیت کې دی او له دغه کړکېچ څخه د وتلو او د ملکي وګړو د وژنې مخنیوي لپاره باید حکومت اړین ګامونه پورته کړي.

د دوی په وینا، خلک د سولې تږي دي او حکومت باید د امنیت ټینګښت لپاره اړین ګامونه اوچت کړي.

بله‌خوا د وسله‌والو طالبانو یوه ویاند ذبېح‌الله مجاهد سلام‌وطندار ته ویلي چې د امنیتي ځواکونو د بریدونو په ځواب کې یې له ځانه دفاع کړې او په یو‌شمېر ولایتونو کې یې ورته مرګ‌ژوبله هم اړولې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام