د هند کرېکټ غوره لیګ یا ایپياېل سیالیو په ۵۷مه لوبه کې نن مازدیګر «لکناو سوپر جاینټز لوبډله له سنرایزرز حیدراباد» لوبډلې سره سیالي کوي.
ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ۶:۳۰ «چهارشنبه د مې ۸مه» د حیدراباد په کورني لوبغالي «راجېف ګاندي کرېکټ نړیوال لوبغالي» کې پیل شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ایپياېل سږني روان لیګ کې دواړو لوبډلو تر دې مهاله ۱۱-۱۱ لوبې کړي چې دواړو یې شپږ-شپږ سیالي ګټلې دي.
لکناو په ۱۲ امتیازونو د سیالیو جدول په شپږم او حیدراباد لوبډله هم په ورته امتیازونو او د غوره رنزرېټ په لرلو سره د جدول په څلورم ځای کې شتون لري.
دا په روان لیګ کې د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ لوبه ده چې سره مخ کېږي. له دې وړاندې په وروستیو درېوو شل اووره سیالیو کې لکناو سوپر جاینټز لوبډلې بریاوې خپلې کړې دي.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی نوینالحق هم له لکناو سوپر جاینټز سره لوبه کوي.
د یادو سیالیو په بېګانۍ لوبه کې ډیلي کپېټلز لوبډلې په ۲۰ منډو راجستان رویالز لوبډلې ته ماته ورکړه.